د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان د دفاع وزیر: پر شمالي کوریا باید فشار ته دوام ورکړل شي


د جاپان د دفاع وزیر انسونوری اونودرا
د جاپان د دفاع وزیر انسونوری اونودرا

د جاپان د دفاع وزیر انسونوری اونودرا، وایي چې لا تر اوسه یې وخت ندی رارسیدلی چې پر شمالي کوریا فشارونه کم شي.

د جاپان د دفاع وزیر دغه څرگندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې د شمالي کوریا جمهور رئیس کیم جانگ اون، اعلان وکړ چې د اټومي پروگرام او د بالستیک میزایلو ازمویل سمدستي بندوي.

جاپان تل پر شمالي کوریا د زیات فشار اچولو ملاتړ کړی چې بالاخره پیونگ یانگ دې ته اړ شي چې خپل اټومي پروگرام او د بالستیک میزایلو ازمایل بس کړي.

د شمالي کوریا مشر کیم جانگ اون، د جمعې په ورځ وویل چې هیواد یې نور د اټومي وسلو او د لرې واټن ویشتونکو میزایلو ازمایلو ته اړتیا نلري ځکه پیونگ یانگ د خپلو اټومي وسلو د پراختیا هدف ترلاسه کړی دی.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړی چې ددې هیواد د اټومي وسلو د ازمایښتونو د بهیر د درولو د روڼوالي په خاطر به د اټومي وسلو د ازمایلو یو مرکز هم له منځه یووړل شي.

شمالي کوریا ویلي دي چې اوس دغه هیواد د کوریا ټاپووزمې ته د اقتصادي ودې او سولې د رواړلو هڅه کوي. دوی دا هم ویلي دي چې اوس به ددې هیواد د واکمن گوند ټولې پروژې د یو "سوسیالستي اقتصاد" پیاوړي کولو ته متوجه وي.

دغه هیواد پداسې حال کې د اټومي وسلو او بالستیک میزایلو د ازمایښتونو د درولو خبر ورکوي چې ټاکل شوې کیم جانگ اون، د جنوبي کوریا او د متحده ایالاتو د جمهورو رئیسانو سره وگوري.

د شمالي کوریا له تصمیم نه د امریکا هرکلی

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د شمالي کوریا د اټومي ازمایښتونو د بندولو د خبر له خپریدو نه څو شیبې وروسته ددې تصمیم هرکلی وکړ او وویل چې د شمالي کوریا د مشر سره لیدو کتلو ته په تمه دی.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي "د کیم جونگ اون له لورې یو پیغام. شمالي کوریا خپل اټومي او د قاره پیما بالستیک میزایلو ازمایښتونه دروي. د ازمایښتونو یو لوی مرکز بندوي چې د اټومي ازمایښتونو د درولو په هکله خپله ژمنتیا ثابته کړي. پرمختیا د ټولو لپاره کیږي."

XS
SM
MD
LG