د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د شمالي کوریا سره معامله به د نړۍ په گټه وي


جنوبي کوریا - د ورځپاڼو سرلیکونه د ټرمپ او کیم ترمنځ د مخامخ لیدو په اړه دي.
جنوبي کوریا - د ورځپاڼو سرلیکونه د ټرمپ او کیم ترمنځ د مخامخ لیدو په اړه دي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ماښام په یو ټويټ کې وویل چې له شمالي کوریا سره یوه موافقه به د نړۍ لپاره ګټه ولري.

هغه وویل "له شمالي کوریا سره یوه معامله تر ډیر حد د کیدلو په حال کې ده او، که وشوه، نو د نړۍ لپاره یوه ګټوره معامله وی. وخت او ځای به یې وروسته اعلان شي."

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د شمالي کوریا له هغه مشر سره وګوري چې "کوچنی راکټي سړی" بللی وه.

د جنوبي کوریا چارواکو د پنجشنبې په ورځ ناوخته په سپنه ماڼۍ کې ددې سرمشریزې غونډۍ په اړه اعلان وکړ.

ښاغلی ټرمپ وروسته له هغه ټویټر ته مخه کړه چې سپنې ماڼۍ هڅه وکړه هغه نیوکې دفع کړي چې امریکا ددې مهمې غونډې په په بدل کې هیڅ شی نه ترلاسه کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندۍ سارا سنډر وویل شمالي کوریا د بې وسلې کولو په اړه او د آټومي وسلو او توغندیو د آزموینو د درولو په اړه ژمنه کړې ده، او د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ د عادي پوځي تمریناتو دوام یې منلی دی.

هغې همدارارز وویل " دغه غونډه به له هغو کلکو اقداماتو نه پرته جوړه نشي چې د شمالي کوریا شویو ژمنو سره برابر نه وي."

خو دا لومړی ځل نه دی چې شمالي کوریا دغه ډول ژمنې کړې دي.

د رنډ د څیړنیز مرکز د دفاعي چارو څیړونکی بروس بنټ وايي تر اوسه یې یوازې د کیم جونګ اون خبرې آوریدلې دي.

بنټ وايي "هغه ویلي دي چې ملاقات به وکړي او وسلې به کمې کړي. هغه ویلي دي چې له تمریناتو سره ستونزه نه لرِي. اوس ولیدل شي چې آیا هغه کوم اقدام کوي."

څرګنده نه ده چې آیا د شمالي کوریا کوریا مشر دیته چمتو دی چې له خپلو آټومي وسلو لاس واخلي او دا چې په بدل کې یې له ولسمشر ټرمپ څه غواړي.

دا هم معلومه نه ده چې ښاغلی ټرمپ د کومو شیانو له لاسه ورکول غواړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی مرستیال پي-جې کراولي وايي کله چې ټرمپ هغه څه لاس ته نه دي راوړي چې په اړه یې اټکل درلود ، نو له خبرو وتلی دی.

هغه زیاتوي " دا به یوه مهمه نتیجه ولري، که هغه د یو خصوصي شرکت د رئیس توګه نه، بلکه د امریکا د ولسمشر په توګه عمل وکړي."

که د لوړې کچې دغه غونډه ناکامه شوه، نو خطرونو د زیاتوالي امکان شته.

په جنوبي کوریا کې د امریکا یو پخواني سفیر خبرداری ورکړی چې د لوړې کچې ددې غونډې نا کامي کولای شي دواړه هیوادونه جګړې ته نژدې کړي.

XS
SM
MD
LG