د لاس رسي وړ اتصالات

د وزیرستان خلک د پوځ نه سخت شکایت لري


په پاکستان کې د قبایلي سیمو د حقونو فعالینو په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د خلکو سره د ناوړه چلند په ضد یو احتجاجي مطبوعاتي غونډه کړیده.

غونډه د پېښور په ښار کې د پاکستان د پوځ د فعالیتونو په ضد جوړه شوي وه چې هغوي په شمالي وزیرستان کې د یو کلي د خلکو سره کړي و.

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ ( دسمبر ١١ ) د شمالي وزیرستان په همزوڼۍ کلي کې په یوې امنیتې پوستې په حملې کې د یو پاکستاني عسکر د وژل کیدو نه وروسته د کلي ټولې ښځي او نارینه د کورونو نه د باندې را اویستل او مختلف ډول سزاگانې یې ورته ورکړې.

محسن داوړ چې دغه مطبوعاتي غونډه یې جوړه کړي وه، د امریکا غږ سره په مرکې کې ویلي چې په وزیرستان کې ډیره خطرناکه لوبه روانه ده او ولس یې بی لاس او پښو ترهگرو ته پریښي دي.

پام وکړئ د محسن داوړ سره د امریکا غږ د خبریالې نزرانې یوسفزۍ دې مرکې ته

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:18 0:00

XS
SM
MD
LG