د لاس رسي وړ اتصالات

د نرسانو نړیواله ورځ؛ 'د نرسانو پرته د روغتیایي نظام شتون ناشونې دی'


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د نرسانو نړیوالې ورځې په مناسب د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې نرسان د روغتیایی خدمتونو په وړاندې کولو کې مهمه ونډه لري او د دوی پرته د روغتیایي نظام شتون ناشونې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د همدې ورځې په مناسبت، نن جمعه د مې ۱۲مه (غوايي۲۲) په ټویټر کې په څو پرله پسې پوسټونو کې ویلي د‌ي چې نرسان د روغتیايي خدمتونو او د انسانانو د ژوند د ژغورولو په برخه کې په افغانستان او نړۍ کې مهمه ونډه ترسره کوي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید د ټولو نرسانو له خوندیتوب،درناوي او اهمیت څخه ډاډ ترلاسه شي.

د روغیتا نړیوال سازمان زیاته کړې: " له هغه ځایه چې د نرسانو نړیوالې ورځې کې ټولو نرسانو ته درناوی کوو، نو اړینه ده چې د دوی د قوي روزنې، خوندي کاري چاپیریال او امنیت څخه ډاډمن شو.... د نرسانو پرته د روغتیایي نظام شتون ناشونې دی. "


همدا راز د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان له ټولو نرسانو څخه د دوی د زحمتونو، روغتیاپالنې او سرښندنو څخه قدرداني کړې ده.

د بدخشان په روغتون کې د نرسنګ څانګې مدیر، امرالله تابش چې له ۲۰۰۶م کاله راهیسې یې په کار پیل کړی دي، په خپل کار ویاړي.‌

نوموړي چې د بدخشان په ولایت کې د افغانستان د نرسانو ټولنې د استازي په توګه هم دنده ترسره کړې وویل: "زه د ټولو نرسانو څخه ددوی د ارزښتناکې دندې د ترسره کولو له امله مننه کوم. همدا راز د روغتیا نړیوالې ټولنې څخه منندوی یم چې په یوه کړکیچن حالت کې یې افغان نرسانو ته د کاري چاپیریال زمینه هواره کړې ده.‌"

د هرات په حوزوي روغتون کې د خوارځواکۍ د څانګې متخصصه، ماهره وایي‌ چې د نرسانو نړیوالې ورځې کې د ټولو افغان ښځینه نارسانو ترڅنګ ولاړه ده.‌ د هغې په وینا ښځينه کارکوونکې د میندو او د هغوي‌ د نویو زیږیدلو ماشومانو ژوند ژغوري.‌

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان د اټکل له مخې، د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې په هره میاشت کې نږدې ۲۴زره مېرمنې زوکړې کوي چې د یاد سازمان په وینا، دغه مېرمنې مسلکي نرسانو او قابلو ته په تیره بیا د هېواد په اوسنې بشري کړکیچن حالت کې اړتیا لري.‌

د روغتیا نړیوال سازمان د یوه تازه رپوټ پر بنسټ، په افغانستان کې په هرو ۱۰۰زره زېږنونو کې ۶۳۸ میندې ژوند دلاسه ورکوي چې په اسیا کې افغانستان د میندو د مړینې لوړه شمېره لري او همدا راز په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې شمېرل کیږي چې د مور او ماشوم د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او ګڼ‌شمېر نوي زیږیدلي ماشومان په لومړیو اوونیو کې مړه کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) دوه ورځې وړاندې وویل چې بیلابیل ادارې یې په ځانګړې توګه د روغتیا نړیواله ټولنه، د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق،‌ افغان میندو او ماشومانو ته د روغتیایی خدمتونو د بهبود په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.‌

بلخوا ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ، که چیرې په افغانستان کې د میندو د روغتیا په برخه ژر تر ژره اقدام ونشي، نو شونې ده چې تر راتلونکو دریو کلونو پوري زرګونه امیدواره مېرمنې د مرګ له خطر سره مخامخ شي.‌

اوس مهال په افغانستان د نرسانو د کره شمېرې او په دې برخه کې د اړتیاو په اړه دقیق ارقام نشته، خو ویل کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته او پر ښځو او نجونو باندې ددغه ډلې سختو محدودیتونو په دوام سره، ګڼ شمېر ښځينه روغتیاپالان په تیره بیا نرسانو خپلې دندی پريښې او یوازې لږ شمېر په دې برخه کې کارونو ته ادامه ورکړې ده.

طالبانو بیا په دې وروستیو کې ویلي چې په تیر یو نیم کال کې په افغانستان کې د نرسانو او روغتیاپالانو په ګډون، نږدې درې زره ښځې د روغتیا په برخه کې په کار ګمارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG