د لاس رسي وړ اتصالات

د موسسې یو مسئول: طالبانو راته وویل که ولاړ شئ، وضعیت به نور هم خراب شي


مرسته رسوونکي بنسټونه وایي‌ په افغانستان کې د میرمنو د کار په بندیدو سره اړمنو ته د مهمو مرستو د رسولو بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی او طالبانو ددغې پریکړې د لغوه کیدو په اړه د هغوی غوښتنه نده منلې.

خو له دې سره سره داسې ښکاري چې طالبان د نادولتي خیریه سازمانونو د فعالیت د دریدو عواقب په ښه توګه درک کوي.

د یوې بهرنۍ موسسې یو چارواکي په راپور کې د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې" طالبانو موږ ته وویل که زموږ د مقرراتو د منلو پر ځای "افغانستان پریږدئ" بشري وضعیت به په دې هیواد کې نور هم خراب شي."

مرسته رسوونکي هم وایي که مرستې په ټاکلي‌ وخت بیوزلو ته ونه رسیږي، په افغانستان کې به روان بشري وضعیت نور هم خراب شي.

نادولتي سازمانونه په افغانستان کې د نړۍ ناوړه بشري وضعیت ته رسیدګي په برخه کې ګټور تمام شوي دي.

د ژغورنې د نړیوالې کمیتې یوې جګپوړې غړي میرا سید رحمان وویل د ښځینه کارکوونکو پرته په افغانستان کې د یادې موسسې د کار دوام امکان نلري.

په ټول افغانستان کې ۱۲۶۰ نادولتي سازمانونه کار کوي چې پکې په زرګونه میرمنې د صحي، ښوونیزو او خوراکي خدماتو په وړاندې کیدو بوختي دي.

د طالبانو اقتصاد وزارت د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ په یو مکتوب کې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د میرمنو او نجونو په کار کولو بندیز ولګاوه.

له دې څو ساعته وروسته د ماشومانو د ملاتړ موسسي (Save the Children)، د ناروې د مهاجرت شورا (Norwegian Refugee Council) او پاملرنې (CARE) موسسې خپل فعالیتونه په افغانستان کې وځنډول.

د افغانستان په شان محافظه کاره ټولنه کې میرمنې غواړي چې د خپلو مشکلاتو په اړه له یوې میرمنې سره وغږیږي او په لرو پرتو سیمو کې آن میرمنې نغواړي خپل مشکل له نارینه مرسته رسونکي سره شریک کړي.

په افغانستان کې د پاملرنې د موسسې مرستیاله ریشما عظیم وایي له همدې امله د بشري مرستو د رسولو په خاص ډول د اړمنو میرمنو د موندلو په برخه کې میرمنو ته اړتیا ده.

طالبانو په موسسو کې د میرمنو د کار د منع کیدو دلیل د حجاب نه مراعت بللی دی خو د څو نادولتي موسسو کارکوونکو فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو له خوا یې هیڅ ډول خبرداری ندی ترلاسه کړی.

په افغانستان کې د "لوږي په وړاندې د مبارزې" د نادولتي سازمان رئیس سامي ګاسیبي وایي چې بشري سازمانونه د افغانستان ارزښتونو ، دودونو او کلتور ته درناوی لري.

خو له دې سره سره مرسته رسونکي او شنونکي وایي چې دا ټولې پلمې دي او د طالبانو مشر او کورنۍ حلقه په شدت سره له عام ژوند څخه د میرمنو د لیرې کیدو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG