د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: واشنګټن د هغو عواقبو په څیړلو بوخت دی چې شاید طالبان ورسره مخامخ شي


متحده ایالات په داسې حال کې په نادولتي سازمانونو کې د طالبانو له خوا د میرمنو پر کار د محدودیتونو تاثیرات څیړي چې واشنګټن وایي د هغې پالیسۍ پر مواردو غور کوي چې ډیر ژر به اعلان شي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ جنوري څلورمه (مرغومي ۱۴) وویل چې امریکا د افغانستان په ګډون په ټولو هغو ځایونو کې د میرمنو څخه ملاتړ ته ژمنه ده چې هلته یې حقونه ګواښل کیږي.

هغه زیاته کړه" له بده مرغه په افغانستان کې پر میرمنو محدودیتونه تل د زیاتیدو او ناوړه کیدو په حال کې دي."

امریکایي چارواکو څو ځله له طالبانو غوښتي دي چې په نادولتي موسسو کې له کار څخه د ښځو د منع کولو او په دولتي او غیر دولتي پوهنتونونو کې د هغوی د تحصیلاتو د مخنیوي په اړه خپله پریکړه بدله کړي، امریکا تل ددې کار د عواقبو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ وویل واشنګټن د داسې" مشخصو عواقبو په څیړنه بوخت دی چې کیدای شي پر طالبانو وضع شي" خو په دې اړه یې جزیات وړاندې نکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس خبریالانو ته وویل متحده ایالات په ټوله نړۍ کې له خپل هم نظره شریکانو سره کار کوي څو "د مناسبو عواقبو مجموعه" طرحه کړي چې" له طالبانو څخه زموږ محکومیتونه او د افغانستان د خلکو ملاتړ پکې وي."

پرایس زیاته کړه، د امریکا سیاسي ځواب به محتاطانه وي، په داسې شکل چې د افغانستان د خلکو بشري وضعیت تر دې زیات له خطر سره مخ نکړي.

طالبان غواړي له نړۍ سره ښې اړیکي ولري او په علني شکل له هیوادونو غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، خو متحدو ایالتونو ویلي، طالبان "باطل خیال" لري، هم یې افغان میرمنې له خپلو حقونو بې برخې کړي او هم له نورو هیوادونو سره روابط پیاوړي کول غواړي.

له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو بندول، د میرمنو او نجونو پر مخ د ښونیزو مراکزو، حمامونو، تفریحي پارکونو تړل، له محرم پرته د سفر مخنیوی، د عالي تحصیلاتو بندول او په غیر حکومتي سازمانونو کې د میرمنو د کار مخنیوی هغه عمده موارد دي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنیدو وروسته، پر افغان میرمنو وضع کړي دي.

د افغان میرمنو او بشري حقونو په چارو کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وایي پر افغان میرمنو د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه" یوه ایډیولوژي ده. یو سیاسي اقدام دی، نه اسلامي".

میرمن امیري زیاته کړه د طالبانو د ادعاوو برخلاف، د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون چې سعودي عربستان یې هم غړی دی، ویلي هغه څه چې په افغانستان کې"د اسلام په نامه کیږي، د اسلام په ضد دي."

XS
SM
MD
LG