د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره "اوچا" له ایران څخه افغانستان ته د ستنو شویو افغان کډوالو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه له دغه هیواد څخه ۸۲۹۰۰ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر "اوچا" د معلوماتو پر اساس ددغو ستنو شویو ۴۳ فیصده یې د ۱۸ کلنو ښکته عمر ماشومان دي.
له ایران څخه د روان ۲۰۲۴ کال په دریو میاشتو کې د ستنو شویو کډوالو شمیر د تیرکال د همدې مودې په پرتله ۲۰ فیصده زیاتولی ښيي.
د تیر۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د مارچ د میاشتې تر پایه ۶۶ زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي وو.
په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو د وزارت د ورځینو ارقامو له مخې د مارچ د میاشتې له پیل څخه ددغې میاشتې تر پایه پورې شاوخوا ۱۴ زره افغان کډوال په داوطلب او یا هم په جبري ډول له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې ددغو ستنو شویو یو شمیر یې مرستو ته په اړمنو کسانو کې شمیرل شوي او مهاجرت نړیوال سازمان ته د نغدي او غیر نغدي مرستو ترلاسه کولو لپاره معرفي شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې ایران ته د تلوونکو افغان کډوالو ۳۲ فیصده یې د اقتصادي دلایلو له مخې دغه هیواد ته کډه کوي.
ددغه سازمان د معلوماتو پر اساس په وروستیو اونیو کې له ایران څخه د ستنو شویو کډوالو ۶۸ فیصده یې په جبري ډول او ۳۲ فیصده نور یې په داوطلب ډول خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
په تیرو دریو میاشتو کې په دومره لوی شمیر له ایران څخه دا کډوال په داسې حال کې خپل وطن ته ستانه شوي چې ددې وړاندې د طالبانو حکومت له ایران څخه غوښتي وو چې په دغه هیواد کې دې د یو څه مودې لپاره د افغان کډوالو شتون وزغمي او افغانستان ته دې په باعزت ډول د ستنیدلو زمینه ورته برابره کړي.
د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرنو له مخې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې په دې شمیر کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته له افغانستان څخه دغه هیواد ته تللي کډوال هم شامل دي.
فورم \ دبحث خونه