د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر له نیم میلیون څخه واوښت


له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د شمیر په اړه د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ تازه شمیرنې ښيي چې د تیر۲۰۲۳ کال راهیسې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ترمیاشتې ۵۰۸ زره افغان کډوال ددغه هیواد څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې" اوچا" د جمعې په ورځ فبرورۍ دوییم( سلواغې ۱۳) ددغو شمیرو د خپرولو پر مهال ویلي چې ددغو ټولو ستنو شویو ۸۴ فیصده یې د تیر ۲۰۲۳ کال په دریو وروستیو میاشتو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي چې د ستنو شویو کډوالو ۴۸ فیصده یې ښځې، ۵۲ فیصده سړي دي چې د ټولو ستنو شویوکډوالو ۶۲ فیصده یې له ۱۸ کلنو څخه ښکته عمرونه لري.

اوچا ویلي:" شریکان د هغوی اړتیاو ته ځواب وايي، خو د پایښت لرونکو حل لارو لپاره د هغې له ډلې د کوربنو ټولنو لپاره په بیړني ډول بودیجې ته اړتیا ده".

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر ستنیدونکو افغان کډوالو سره د مرستو د برابرولو لپاره د کومې ځانګړې بودیجې یادونه نه ده کړې، خو دمخه د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو سره د مرستې په ګډون دننه په افغانستان کې هغوی ته د ملاتړ د برابرولو لپاره د ۵۱.۹ میلیونو ډالرو د بودیجې د اړتیا یادونه کړې وه.

د اوچا په راپور کې ویل شوي د ۴۱۴ زرو څخه زیات ستنو شویو افغان کډوالو سره د سرحدي کنسرسیوم له خوا چې د مرستې رسونې مختلفې ادارې په کې شاملې دي مرستې شوي او د ۶۷ زرو نوروستنو شویو کډوالو سره د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له خوا په سرحدي بندرونو کې مرستې شوي دي.

د ژوند د تیرولو لپاره د امکاناتو نشتون، د پولیسو له خوا د نیولو ویره او افغان کډوالو ته د کورونو د کرایې په برخه کې محدودیتونه د اوچا له خوا د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو په عمده علتونو کې ښودل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ستنو شویو افغان کډوالو ۵۶ فیصده یې خپلو خپلوانو سره اوسیږي، ۲۰ فیصدو په افغانستان کې دننه کورونه کرایه کړي، ۱۸ فیصده کسان خپلو پخوانیو کورونو ته ستانه شوي او شپږ فیصده نور په ناڅرګند حالت کې ژوند کوي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې ستنیدونکو افغان کډوالو سره د مرستو په لومړیتوب کې ۸۲ فیصده مالي ملاتړد سرپناه او له ۱۳ فیصدو څخه زیات نور د کسب او کار د رامنځ ته کولو په برخه کې په پام کې نیول شوی دی.

د پاکستان حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه او د تیر کال د نومبرد میاشتې تر لومړۍ ورځې یې ورته مهلت ورکړ چې له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د ټاکلي مهلت وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به واستول شي.

د طالبانو د حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سره سره پاکستان له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو حکومت د پاکستان د حکومت دا پریکړه د ټولو نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب په خلاف ګڼلې ده، خو پاکستان حکومت ویلي چې داپریکړه یې د کوم ځانګړي هیواد د وګړو په خلاف نه ده بلکې ددغه هیواد د کورنیو قوانینو له مخې پریکړه ده چې د نړیوالو قوانینو سره هم سمون لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG