امریکایي پوځیانو د افغانستان په هلمند ولایت کې په هوایي عملیاتو کې په سهوه د افغان پولیسو وژل کیدل تائید کړل.
دغه پیښه د پنجشنبې په شپه د هلمند مرکز لشکرگاه ښار ته نژدې شوې ده. د رپوټونو له مخې پدې پیښه کې ١٧ افغان پولیس وژل شوي دي.
د امریکایي ځواکونو ویاند وویل عملیات وروسته له هغې وشول چې افغان ځواکونو ترې د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې میشت د امریکایي ځواکونو یو ویاند ډیگ بټلر د اسوشیتد پرس اژانس ته ویلي دي چې ددغو هوایي عملیاتو څخه دمخه په سیمه کې افغان هم آهنگ کوونکو قواو په ساحه کې د افغان ځواکونو د نه شتون په هکله دوی ته ډاډ ورکړی و.
ښاغلي بټلر وویل: "خو متاسفانه داسې نه وه او یوه غمیزه رامنځ ته شوه. مونږ ددغې پیښې د څیړلو په حال کې یو چې څنگه ناسم اطلاعات مونږ ته رسیدلي دي تر څو په راتلونکې کې ددې ډول پیښو مخنیوی وشي."
د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان، هم دغه پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې د وژل شویو پولیسو سربیره پدې پیښه کې د پولیسو ١۴ منسوبین ټپیان شوي هم دي.
د هلمند والي محمد یاسین، ویلي دي چې ددې پیښې د عواملو په هکله پلټنې کوي.
د امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه چې معمولا د افغان ځواکونو په غوښتنه کیږي په دې وروستي یو کال کې زیات شوي دي.
خو هوایي بریدونه په یو شمیر مواردو کې د افغان امنیتي ځواکونو د وژنې سبب کیږي چې په جنگي ساحو کې د یاغیانو سره په جگړه بوخت وي.