د چهارشنبې په ورځ د تېلو بیې په داسې حال کې په چټکۍ سره ټیټې شوې او د هر بېرل تیلو بیه له ۱۰۰ ډالرو څخه ښکته شوه او مالي بازارونه لوړ شول، چې د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې په اړه د احتمالي خبرو هڅې ګړندۍ شوې دي.
په ورته وخت کې په ایران کې د امریکا او اسرائیل پرلهپسې بریدونه روان دي او تهران په سیمه کې د توغندیو بریدونو ته دوام ورکوي.
د امریکا متحده ایالتونه ټینګار کوي چې تهران باید خپل مهم اټومي تاسیسات له منځه یوسي او ستراتیژیکه ارزښتمنه لاره د هرمز تنګی په بشپړه توګه پرانیزي. بازارونو د هغو نښو په وړاندې مثبت غبرګون ښودلی چې په ښيي خبرې پرمختګ کوي او ښايي د انرژۍ کړکېچ ته د حل لاره وموندل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ونډو بازار لوړ شوی او د نړیوال معیار د برېنټ خامو تېلو بیه شاوخوا ۹۴ ډالرو ته راټیټه شوه.
د تېلو د بیو د راټیټیدو سره د خزانې ونډې هم راټیټ شول، او د سرو زرو بیې په تیرو څو ورځو کې د پام وړ ښکته کېدو وروسته لوړې شوې.
په هرمز تنګي او فارس خلیج کې د کښتیو تګ راتګ په داسې حال کې له خنډ سره مخ دي، چې ایران پر بېړیو بریدونه کوي.
دا وضعیت له هغه راهیسې دوام لري چې د امریکا او اسرائیل پوځي عملیات د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران د رژیم پر ضد پیل شول.
اروپا او اسیا په پراخه کچه د هرمز له تنګي څخه د تېلو پر اکمالاتو متکي دي، ځکه چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه د تېلو صادرات او سوداګریز سمندري تګ راتګ له همدې لارې کېږي.
فورم \ دبحث خونه