د لاس رسي وړ اتصالات

د واورې اورښت د سالنګ لاره بیا بنده کړې ده


د افغاستان د سالنګونو لویه لار د تندو طوفانونو او درندې واورې ورېدو له امله یو ځل بیا د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسؤلینو ویلي چې یاده لار نن سه شنبه مارچ اتمه (کب ۱۷) د بشري او مالي زیان مخنیوي په هدف له سهار څلورو بجو د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

دغه ریاست ویلي چې په سالنګونو کې د تیرو دوو ورځو راپدېخوا درندې واورې پیل شوي چې د اټاکل له مخې به رامنځته شوی وضعیت دوې ورځې نور هم دوام وکړي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مشر قاضي عبید په دې اړه ویلي: "له تیرې ورځې سالنګونه د سختې واورې ورېدو شاهد دي،نن سهار څلور بجې د درندې واورې ورېدو او سخت توفان له امله موږ د ځاني او مالي زیان مخنیوي لپاره دغه لار د ټولو ترافیکو پر مخ بنده کړه،په راتلوونکو ۲۴ ساعتونو کې هم د دغه وضعیت وړاندوینه شوې، له خپلو ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کوم چې تر بلې خبرتیا یا دا چې وضعیت بیرته عادي حالت ته ګرځي پر دغه لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي."

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې د دې تر څنګ ویلي چې د دغه ریاست کار کوونکو د لارې پاکولو عملیات پیل کړي او له خلکو څخه یې غوښتي چې تر امرثاني پر دغه لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کیده چې تیره ورځ د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د واورې، بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی و.

د سالنګ لویه لار د افغانستان پایتخت کابل د دغه هیواد د نهو شمالي ولایتونو سره نښلوي. دا لار د روان ژمي په موسوم کې د واورو د ښویدو او توفانونو له امله څو ځلې تړل شوې وه.

بلخوا د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح نن سې شنبه ویلي چې په غور ولایت کې د بندبایان او بند بکک کوتلونو لارې د درندې واورې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه سیمه کې بند پاتې مسافر د یکاولنګ له لارې خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.

د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې د بامیان ولایت د دشت دېوالي او پنچ آب بازار مسیرونه هم د تیز باد او درندې واورې له امله د هر ډول تګ راتګ پرمخ بند شوي دي. خو نوموړي زیاته کړې چې د هوا له سمېدو سره به دغه لارې ډېر ژر د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

سږکال ژمي کې د تیرکال پرتله د واورو او باران اورښت زیات وو چې له امله د تیرو وروستیو کلنو د وچکالۍ د اغیزو د کمیدو په اړه هیلې هم زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG