د لاس رسي وړ اتصالات

یو پاکستانی د ګوانتنامو زندان څخه خوشې شو


دا مهال د ګوانتنامو په زندان کې څه دپاسه ۴۰ کسان بندیان دي
دا مهال د ګوانتنامو په زندان کې څه دپاسه ۴۰ کسان بندیان دي

یو پاکستانی تبعه، چې د ګوانتنامو زندان تر ټولو پخوانی بندي ګڼل کیږي، د شنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۹مه (لړم ۸) د امریکا تر کنټرول لاندې زندان ګوانتنامو څخه خوشې او خپل هېواد ته ولېږدول شو.

پر امریکا باندې د القاعده شبکې له خوا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد جګړې په لړ کې سلګونه شکمن افراطیان ونیول او په دغه زندان کې یې بندیان کړل.

سیف الله پراچا په ۲۰۰۳ کال کې په تایلنډ کې د جهادي ډلو د تمویل په تور نیول شوی و، خو تل یې ویلي وو چې بې ګناه دی او له امریکا سره مینه لري.

پراچا، چې د ۷۵ او ۷۶ کلونو ترمنځ عمر لري، د ګوانتنامو د نورو بندیانو په څیر هیڅکله په رسمي توګه ندی تورن شوی او د توقیف په ترڅ کې یې ډیرو کمو قانوني خدماتو ته لاسرسی درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ په یوه اعلامیه کې وویل چې "د بهرنیو چارو وزارت هیواد ته د ښاغلي پراچا د بیرته ستنیدو د اسانتیا لپاره د سازمانونو ترمنځ یوه پراخه پروسه بشپړه کړه."

په بیان کې ویل شوي: "موږ خوشحاله یو چې یو پاکستانی وګړی چې په بهر کې په زندان کې و بالاخره له خپلې کورنۍ سره یوځای شو."

پراچا چې په متحده ایالاتو کې یې زده کړې وې، د وارداتو او صادراتو یو شرکت یې درلود چې د متحده ایاالتو لوی پرچون پلورونکو ته یې توکي رسول.

امریکايي چارواکو هغه د القاعدې شبکې د لومړی مشر اسامه بن لادن او د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د طراح خالد شیخ محمد په ګډون د القاعدې له مشرانو سره د اړیکو په لرلو تورن کړی و.

د پراچه مدافع وکیل په ۲۰۰۸ کال کې ویلي و چې موکل یې په ۱۹۹۹ او ورپسې په ۲۰۰۰ کال کې له بن لادن سره لیدلي وو او د دې لیدنې کتنې موخه د یو تلویزیوني پروګرام جوړول وو.

پراچا وروسته له هغه له بنده خوشې شو چې د امریکا ولسمشر جوبایډن تېر کال د هغه د خوشې کېدو سند لاسلیک کړ. هغه مهال بایډن د یو بل پاکستاني تبعه ۵۵ کلن عبدالرباني او ۴۱ کلن یمني تبعه عثمان عبدالرحیم عثمان د خوشي کولو امر هم وکړ.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې د عبدالرباني د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي.

ولسمشر بایډن تر فشار لاندې دی چې د ګوانتنامو هغه شمیر بندیان خوشې کړي چې په دوی باندې هیڅ تورونه نشته او د هغو بندیانو محاکمه پیل کړي چې له القاعدې سره په اړیکو تورن دي.

دا مهال د ګوانتنامو په زندان کې څه دپاسه ۴۰ کسان بندیان دي او پر هغوی تور لګول شوی چې د القاعدې شبکې د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې یې په مستقیمه ونډه درلوه.

XS
SM
MD
LG