د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیه کې په تازه زلزلې کې څه دپاسه ۱۰۰ تنه ټپیان شوي 


د ترکیې په زلزله کې یوه نړیدلې ودانۍ
د ترکیې په زلزله کې یوه نړیدلې ودانۍ

یوې نسبتاً زورورې زلزلې د فبرورۍ په ۲۷ (کب ۸) د ترکیې سویل ختیځ ولړزاوه چې په کې یو کس مړ او ۱۱۰ نور ټپیان شول.

دغه زلزله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵.۶ ښودل شوی، د ۲۹ ودانیو د نړېدو لامل شوې هم ده.

چارواکي وايي، د نړیدلو ودانیو تر خاورو او تیږو لاندې د ګڼو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.

درې اونۍ وړاندې یوې زورورې زلزلې د ترکیې او سوریې ځینې برخې ولړزولې چې له امله یې تر ۵۰ زرو زیات کسان ووژل شول.

د راپورونو له مخې، د ملاتیا په ولایت کې دوه تنه د نړیدلو ودانیو لاندې را ایستل شوي دي. دغه دوه کسان چې پلار او لور وو د تېرې زلزلې په ترڅ کې ویجاړې شوې ودانۍ ته د خپلو پاتې شیانو د ایستلو لپاره ننوتي وو.

چارواکو ویلي چې د یوې بلې نړیدلې ودانۍ لاندې یې د دریو کسانو غږونه اورېدلي او د هغوی د را ایستلو هڅې روانې دي.

د ترکيې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر يونس سيزار وويل، په لږ تر لږه پنځو ودانيو کې د ژغورنې عمليات روان دي.

په تیرو دریو اونیو کې په دې سیمه کې لږ تر لږه پنځه زلزلې او ۴۵ د زلزلې وروسته ټکانونه چې شدت یې د ریختر په کچه له پنځو څخه تر شپږو درجو پورې و رامنځته شوي. ترکي مقاماتو دا کار "فوق العاده فعالیتونه" بللی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ یو ځل بیا د خونړۍ زلزلې د ځپلو سیمو کې د ژغورنې په عملیاتو کې د خپل حکومت پاتې راتلل ومنل او ژمنه یې وکړه چې زلزله ځپلو ته به د اوسیدنې کورونه جوړ کړي.

اردوغان چې له دوو لسیزو واک وروسته بلې دورې ولسمشرۍ ته کاندید دی، د هیواد په سویل ختیځ کې اډیمان کې د زلزله ځپلو خلکو له سختو نیوکو سره مخ دی. په ۲۰۱۸ کال کې په وروستیو ټاکنو کې اردوغان په دې ولایت کې خپل سیکولر مخالف سیال ته ماتې ورکړې وه.

اردوغان وویل: "د زلزلې د ویجاړونکو اغیزو او د هوا د خرابۍ له امله، موږ ونه توانیدو چې په لومړیو څو ورځو کې په اډیمان کې هغه ډول کار وکړو چې موږ غوښتل. زه پدې خاطر بخښنه غواړم."

د فرانس پرس اژانس د فبروري په لسمه د اډیمان د ولایت د حکومت په وړاندې د ځایی خلکو د قهر او غوسې راپور ورکړی و.

XS
SM
MD
LG