د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه وايي زلزلې ځپلیو ته شاوخوا ۲۰۰زره کورونه جوړوي 


په ترکیه کې مقامات وايي زلزلې لسګونه زره کورونه وران او زیانمن کړي
په ترکیه کې مقامات وايي زلزلې لسګونه زره کورونه وران او زیانمن کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی دی چې د هېواد په سویل ختیځو زلزله ځپلو سیمو کې به اغیزمنو خلکو ته نژدې۲۰۰زره کورونه ودان کړي.

اردوغان چې د مۍ په میاشت کې د انتخاباتو څخه مخکی له سیاسي ازمون سره مخامخ دی وویل چې‌ د حکومت په وس کې یې چې هر څه وي، د زلزلې ځپلیو سره به یې وکړي.

څو ورځې مخکې د ریشتر په کچه ۷.۸ درجې زلزلې په ترکیې او سوریې کې څه باندې ۴۳۰۰۰ کسان مړه کړل.

اردوغان وايي په دغو زلزلو کې په ترکیې کې شاوخوا ۱۱۸۰۰۰ کورونه یا نړیدلي، یا نړول یې په کار دي‌ او یا هم ډېر زیانمن شوي دي.

هغه ژمنه وکړه وکړه چې د نژدې ۲۰۰زره [۱۹۹۷۳۹] کوورنو بیا رغونه به د مارچ په میاشت کې پیلوي. هغه وویل چې په دغو کورونو کې یې ۱۳۰۰۰۰ په تر ټولو ډېر ځپل شوي ایالت «هاتای، کهرامانمراس او مالاتیا» کې دي.

راپورونه وايي چې په ترکیې کې اکثریت نړېدلې ودانۍ دنګې وې چې د جوړېدو په وخت په کې د زلزلې سره د مقاومت لپاره د ساختمان نړیوال معیارونه ډېر په پام کې نه و نیول شوي دي.

خو اردوغان وویل: «دا ودانۍ به له دریو او څلورو پوړیو څخه لوړې نه وي. او د سم میتود په اساس به په قوي‌ ځمکې باندې رغېږي. »

نوموړي‌ زیاته کړه چې دا کورونه به «غرونو ته نژدې جوړېږي چې د نرمو خاورو له کبله پیدا کېدونکو ستونزو په وړاندې مقاومت» وکړي.

اردوغان زیاته کړه: «موږ به خپل خلک چې په خپلو سیمو او ښارونو کې په کېږدیو او کانتینرونو کې اوسېږي، په یو کال کې دننه خپلو خوندي او مسترحو کورونو ته انتقال کړو.»

فرانس پرس اژانس وایي چې رجیب طیب اردوغان د «هاتای» په ایالت کې د زلزله ځپلیو سیمو له لیدو وروسته وویل چې حکومت یې ۱.۶ میلیون زلزله ځپلیو ته [موقتې] سرپناوې برابرې کړې دي.

د اردوغان په وینا ژغورونکو ۱۱۴۸۳۴ کسان ژغورلي او په نهو ایالتونو کې د ژغورنې عملیات ختم شوي دي.

نوموړي ونه ویل چې په دغو نویو ودانیو باندې به څومره لګښت راځي او ایا حکومت یې په دې برخه کې له نړیوالو څخه د مرستې غوښتنه هم کوي که نه.

له زلزلې څخه وروسته، د ترکیې مقاماتو له نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه او د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو هلته خپلې ژغورونکې ډلې واستولې،‌ ځپل شویو سره یې د سرپناه، خوراکي موادو او طبي درملو مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG