د لاس رسي وړ اتصالات

د المپیک په سیالیو کې د اتلتیک ورزشکارانو ته نغدې جایزه ورکول کیږي - د اتلتیک نړیوال فدراسیون


د سږنۍ المپیک لوبې د روان کال د جولای له ۲۶مې څخه د اګست تر ۱۱مې په پاریس کې ترسره کیږي.
د سږنۍ المپیک لوبې د روان کال د جولای له ۲۶مې څخه د اګست تر ۱۱مې په پاریس کې ترسره کیږي.

د اتلتیک فدراسیونونو نړیواله اتحادیه وايي چې د پاریس د المپیک سږنۍ سیالیو کې د اتلتیک هغو لوبغاړو ته چې د سرو زرو مډال وګټي، نغدې جایزه ورکوي.

ددغه اتحادیې په یوې خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته خپره شوې ویلي، هغه ورزشکارانو ته چې د پاریس د المپیک د اتلیتک لوبو په ۴۸ څانګو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړي، هر یوه ته به ۵۰ زره ډالره نغدې پیسې ورکړي.

پدې توګه به دغه اتحادیه لومړی نړیوال فدراسیون شي، چې د المپیک مډال ګټوونکو ته نغدي پیسې ورکوي. دا پداسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هیڅ بل ورزشي فدراسیون د مډال ګټونګو لپاره ورته پلانونه ندي اعلان کړي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د پاریس سږنۍ المپیک او په ۲۰۲۸ م کال کې د لاس انجلس المپیک د اتلتیک د څانګې ټولو مډال ګټوونکو ته به نغدي جایزې ورکول کیږي.

خبرپاڼه د نړیوال اتلتیک فدراسیون مشر "سیباستین کو" په حواله لیکلي: "د المپیک د سرو زرو مډال ګټونکو لپاره د نغدې جایزې ورکړه نه یوازې ددغه فدراسیون لپاره یوه مهمه شیبه ده، بلکې په ټوله کې د هغو ورزشکارانو د پیاوړي کولو او پیژندګلوي‌ لپاره زموږ ژمنتیا څرګندوي،‌ کوم چې د المپيکي لوبو په برياليتوب کې مهمه ونډه ترسره کوي."

"سیباستین کو" همدارنګه ویلي،‌ چې دا د هغو هڅو پایله ده چې موږ په ۲۰۱۵ کې پیل کړې وه، چیرې چې د اتلتیک فدراسیونونه هغه ټولې پیسې چې المپیک لوبو لپاره د المپیک نړیوال کمیټې څخه ترلاسه کوي، بیرته او په مخامخ توګه زموږ ورزشي ډګرونو ته راګرځي.

د اتلتیک فدراسیونونو د نړیوالې اتحادی لخوا دغه خبر پداسې حال کې اعلانیږي،‌ چې تر دې مخکې د المپیک ډیری ورزشکاران د خپلو هیوادونو څخه یوازې د مډالونو امتیاز ترلاسه کول.

د بیلګې په توګه، د متحده ایالاتو د المپیک او پارالمپیک فدراسیون خپلو ورزشکارانو ته د سرو زرو مډالونو لپاره ۳۷۵۰۰ ډالر، د سپینو زرو لپاره ۲۲۵۰۰ ډالر او د برونزو مډال لپاره ۱۵زره ډالر انعام په پام کې نیول دي.

بلخوا بیا ځینې هیوادونه چې د المپیک په لوبو کې یې ډیر لږ لوبغاړي ګډون کوي، د ډیرو لویو امتیازاتو وړاندیز کوي. پدې ډله کې هانګ کانګ د سرو زرو مډال اخیستونکو ته شاوخوا ۶۳۸زره ډالر او سینګاپورد نږدې ۷۴۰ زره ډالر په پام کې نیولي دي. خو د انګلستان او نیوزیلنډ په ګډون نور هیوادونه خپلو لوبغاړو د المپیک په لوبو کې د مډالونو د ګټلو له امله هیڅ ډول نغدي امتیاز نه ورکوي.‌

د سږنۍ المپیک لوبې د روان کال د جولای له ۲۶مې څخه د اګست تر ۱۱مې نېټې پورې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې ترسره کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG