د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین صدراعظم: محاصري شوي سرتېري به مو تر اخره جنګېږي 


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

له هغه وروسته چې روسیې د ماریوپول په ښار کې له محاصره شویو اوکرایني سرتېرو وغوښتل چې وسلې په ځمکه کېږدي او تسلیم شي، د اوکراین صدراعظم دینیس شمیحال وویل چې عسکر به یې د ژوند تر پایه جنګېږي.

ښاغلی شیمحال وايي چې د ماریوپول ښار «سقوط ندی» کړی او عسکر به یې د روسیې د یرغل په مقابل کې مقاومت کوي.

نوموړي د ای بي سي شبکې «دا اوونۍ» خپرونې ته وویل: «ښار [ماریوپول] لا سقوط شوی نه دی. هلته لا هم زموږ پوځي ځواکونه شته، زموږ عسکر شته او تر اخربه به جنګیږي.»

روسیې د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (وري۲۸) د اوکراین په بندري ښار ماريوپول کې له محاصره شویو اوکرایني سرتېرو وغوښتل چې وسلې په ځمکه کېږدي او تسلیم شي. لا معلومه نه ده چې هلته څومره سرتېري دي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې ټاکل شوی ضرب الاجل پوره شوی خو د ازوف بحر ته څېرمه د «ازوفستال د اوسپنې په فابریکه کې د پټو شویو اوکرایني سرتېرو د تسلېمدو کومه نښه نه لیدل کېږي».

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د شنبې په شپه په خپلې وینا کې وویل: «په ماریوپول کې وضعیت سخت دی او نا انساني دی... روسیه قصدآ هڅه کوي چې هر هغه څوک، چې په ماریوپول کې دي، ختم کړي.»

که روسیه د ماریوپول ښار ونیسي، دا به د فبرورۍ له ۲۴ په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پيل راپدیخوا د اوکراین لومړی لوی ښار وي چې روسي‌ عسکر یې نیسي.

په همدې حال کې روسیې د اوکراین په ځینو ښارونو باندې د میزایلو او توغندیو بریدونه بیا پیل کړي‌ دي.

د روسیې د دفاع وزارت نن یکشنبه اپریل ۱۷ (۲۸) د تلګرام په یو خپور شوي بیان کې ویلي دي‌ چې د کیف په ښار کې یې یوه پوځي کارخانه په نښه کړې ده. په دغه بیان کې راغلي دي: «د شپې په اوږدو کې له هوا څخه توغول شوي میزایل، چې د ښه دقت ظرفیت لري، د کیف د بروفاري سیمې ته نژدې د مهماتو د تولید یوه کارخانه ویجاړه کړه.»

د بروفاري ښاروال ایګور سپوژکو وویل چې د یکشنبې په سهار د دغه ښار په ځینو برخو او تاسیساتو بریدونه شوي،‌ خو نه یې دي ویلي چې په بریدونو کې د مهماتو کومه فابریکه هم په نښه شوې که نه.

XS
SM
MD
LG