د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین په کیف او لفیف ښارونو راکټونه توغولي


روسي الوتکو نن شنبه اپریل ۱۶ (وري ۲۷) د اوکراین پر پلازمینه کیف هوایي بمبار کړی او د هغه هیواد لفیف ښار یې په مزایلو ویشتی دی.

مسکو وروسته له هغه دغه اقدام وکړ چې په تور سمندرګي کې یې د ماسکوا په نامه یوه لویه جنګي بیړۍ ډوبه شوه او له دې پیښې وروسته یې پر اوکراین د بریدونو د زیاتیدو خبرداری ورکړ.

روسیې ویلي دي چې د هغه هیواد جنګي الوتکو په پلازمینه کیف کې د ټانکونو د ترمیم یوه فابریکه په نښه کړې ده. اوکرایني چارواکو بیا ویلي دي چې سیمې ته ژغورونکي کسان او صحي ټیمونه رسیدلي دي خو ډیر جزیات یې ندي ورکړي.

اوکرایني چارواکو همدارنګه ویلي د روسیې جنګي الوتکو چې له بلاروس څخه راپورته شوې وې د پولنډ پولې ته نږدې د لفیف سیمه په راکټونو ویشتې ده خو څلور مزایل د اوکراین د هوایي دفاعي سیستم له خوا خنثی شوي دي.

روسیي چارواکو ادعا کړې چې د اوکراین جنوب ته نږدې د میکولاف په ښار کې یې د نظامي موټرونو د ترمیم پر یوې فابریکې هم برید کړی دی.

کرملن همدارنګه ادعا کړې چې هغوی د کیف هوایي ډګر ته نږدې د ویزار په نامه یوه فابریکه چې نیپتون کروز مزایل تولیدوي، په راکټونو ویشتې او سخته یې زیانمنه کړې ده.

راپورونه وایي چې په تورسمندرګي کې د روسیې ماسکوا جنګي بیړۍ هم په همدې نپتون مزایلو ویشتل شوې ده.

د روسیې دفاع وزارت ویلي:" د روسیې په خاوره کې به د کیف د مليتپاله رژیم له خوا د خرابکارۍ او ترهګرۍ د هر ډول برید په ځواب کې پر کیف د روسیې د راکټي بریدونو تعداد او مقیاس زیات شي."

کیف او واشنګټن وایي چې دغه بیړۍ په اوکرایني مزایلو ویشتل شوې ده خو مسکو وایي بیړۍ له اورلګیدنې وروسته ډوبه شوې.

رویټرز خبري اژانس لیکلي پر اوکراین د پوتین له برید څخه یوه نیمه میاشت تیریږي او وروسته له هغه چې روسي پوځيان په پلازمینه کیف او شمالي برخو له سختو بریدونو وروسته ووتل، اوس د هغه هیواد په جنوب او شرق کې د سیمو د نیولو لپاره هڅه کوي.

که څه هم روسیي ځواکونه د اوکراین له شمالي برخو څخه په شاه شوي خو په دې سیمو کې د ملګي وګړو ګڼ شمیر مړي موندل شوي دي، د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن څو ورځې وړاندې دا نسل وژنه د اوکراین د ملي شناخت د له منځه وړلو لپاره هڅه وبلله.

روسیه پر ملکي کسانو بریدونه رد کړي او ویلي یې دي چې د هغه هیواد "د ځانګړو نظامي عملیاتو" موخه د ګاونډي هیواد اوکراین بې وسلې کول، د ملتپالو ماته او په جنوب غرب کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ دی

د اکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي ویلي دي چې پر دغه هیواد د روسیې د برید له پیل څخه تر اوسه پورې د ۳۰۰۰ په شاوخوا کې اوکرایني پوځيان او کابو ۲۰ روسي‌ پوځيان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG