د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: پنځه میلیونه اوکراینیان د جګړې له امله مهاجر شوي  


اوکرایني مهاجر
اوکرایني مهاجر

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونوعالي کمیشنري (UNHCR) د جمعې په ورځ اپریل ۱۵ (وري ۲۶) وویل چې پر واکراین باندې د فبرورۍ د ۲۴ راپدیخوا د روسیې د پوځي یرغل راهیسې تر اوسه ۴.۷ میلیون کسان د هیواد څخه تیښتې ته اړ شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د مهاجرت نړیوال سازمان(IOM) وایي چې په اوکراین کې د نورو هیوادونو نژدې ۲۱۵۰۰۰ اوسیدونکي هم له دې هیواد څخه وتلي دي او ګاونډیو هیوادونو ته یې پناه وړې ده. ددې سازمان په وینا دا د دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته د مهاجرت تر ټولو ستر کړکیچ دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي چې د جمعې د ورځې شمیرې د پنجشنبې د ورځې شمیرې لوړې دي او د کډوالو شمیر هره ورځ زیاتیږي.

د رپوټونو له مخې د اوکراین د جګړې د پیل راهیسې یواځې پولنډ ته څه دپاسه ۲.۷ میلیون اوکراینیان مهاجر شوي چې د هرو لسو اوکرایني مهاجرو څخه شپږ یې دې هیواد ته تللي دي. له پولنډ وروسته رومانیا ته ډیر اوکراینیان مهاجر شوي چې شمیر یې شاوخوا ۷۲۵۰۰۰ تنو ته رسیږي.

د اوکرایني مهاجرو ۹۰ سلنه ښځې او ماشومان دي. د ۱۸ او ۶۰ تر منځ عمر لونکي نارینه چې د پوځي خدمت واجد دي د هیواد څخه د وتلو اجازه نلري. همداشان د اوکرایني ماشومانو له دریو څخه دوه برخې له هیواد څخه وتلو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان اټکل کوي چې ۷.۱میلیون اوکراینیان دننه په هیواد کې له خپلو کورونو بیځایه شوي دی.

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل دمخه دې هیواد ۳۷ میلیون نفوس درلود.

XS
SM
MD
LG