د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه ماریوپول کې د اوکراین د محاصره شویو سرتېرو تسلېمېدل غواړي 


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

روسیې د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (وري ۲۸) د اوکراین په بندري ښار ماريوپول کې له محاصره شویو اوکرایني سرتېرو غوښتي چې وسلې په ځمکه کېږدي او تسلیم شي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د ازوف بحر ته څېرمه د «ازوفستال د اوسپنې په فابریکه کې د پټو شویو اوکرایني سرتېرو د تسلېمدو کومه نښه نه لیدل کېږي». وايي دغو سرتېرو ته د تسلېمېدو لپاره په ځايي وخت درې بجې مهلت ورکړل شوی و، خو له مهلت څو ساعته وروسته هم کوم څرګند اقدام نه لیدل کېږي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د شنبې په شپه په خپلې وینا کې وویل: «په ماریوپول کې وضعیت سخت او نا انساني دی... روسیه قصدآ هڅه کوي هر هغه څوک، چې په ماریوپول کې دي، ختم کړي.»

که روسیه د ماریوپول ښار ونیسي، دا به د فبرورۍ له ۲۴ په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پيل راپدیخوا د اوکراین لومړی لوی ښار وي چې روسي‌ عسکر یې نیسي.

ښاغلي زیلینسکي وویل چې د بریتانیا او سویډن له صدراعظمانو سره یې د ماریوپول د وضعیت، په روسیې باندې د بندیزونو د سخت کولو، د اوکراین د دفاع او مرستې په اړه یې خبرې کړي‌ دي.

د اوکراین ولسمشر وویل چې ډېرو خلکو له دوی سره د مرستو نیت څرګند کړی و، خو لا ټولې مرستې ترلاسه شوي ‌نه دي.

په همدې حال کې روسیې د اوکراین په ځینو ښارونو باندې د میزایلو او توغندیو بریدونه بیا پیل کړي‌ دي.

د روسیې د دفاع وزارت نن یکشنبه اپریل ۱۷ (وري ۲۸) د تلګرام په یو خپور شوي بیان کې ویلي دي‌ چې د کیف په ښار کې یې یوه پوځي کارخانه په نښه کړې ده. په دغه بیان کې راغلي دي: «د شپې په اوږدو کې له هوا څخه توغول شوي میزایل، چې د ښه دقت ظرفیت لري، د کیف د بروفاري سیمې ته نژدې د مهماتو د تولید یوه کارخانه ویجاړه کړه.»

د بروفاري ښاروال ایګور سپوژکو وویل چې د یکشنبې په سهار د دغه ښار په ځینو برخو او تاسیساتو بریدونه شوي،‌ خو نه یې دي ویلي چې په بریدونو کې د مهماتو کومه فابریکه هم په نښه شوې که نه.

روسي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د کیف په ښار کې څو پوځي ځایونه په نښه کړي دي. د جمعې په ورځ هم روسي ادعا وکړه چې د کیف په ښار کې یې د کښتۍ ضد او بلاستیک میزایلو د ترمیم او تولید یوه کارخانه وېشتلې ده.

د دې تر څنګ، د اوکراین په خرکیف ښار کې د یو مشهور اشپز جوز اندرس له لوري جوړه شوې «نړیواله مرکزي اشپزخانه» په یوې چاودنې کې ویجاړه شوې ده. په دغې اشپزخانې کې جګړه ځپلیو ته خواړه برابرېده.

نوموړي اسوشیتډپرس ته وویل چې دوی به اوس د اوکراین په نورو برخو کې خلکو ته خواړه برابر کړي او په وینا یې په اشپزخانې باندې برید «په یوې بې مانا جګړې کې خلکو ته د غذا برابرول د استقامت او مقاومت» نښه ده.

XS
SM
MD
LG