د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا ته یوه ورځ کې د افغانانو په ګډون ۱۰۰۰پناه غوښتونکي رسیدلي دي


د ایټالیا سواحل
د ایټالیا سواحل

ایټالوي مقامات او غیر دولتي موسسې وایي د شنبې په ورځ په څو ساعتونو کې څه دپاسه ۱۰۰۰ تنه پناه غوښتونکي دې هیواد ته ننوتلي دي، پداسې حال کې چې په سلګونو نور هم د بشرپاله بیړیو په واسطه د مدیترانې په اوبو کې ژغورل شوي دي.

ایټالوي مقاماتو ویلي چې د شنبې په ورځ په ۱۵ مختلفو کښتیو کې د تونس او لیبیا څخه ۵۲۲ پناه غوښتونکي چې د افغانستان، پاکستان، سوډان، ایتوپیا او سومالیا اتباع په کې سپاره وو د شنبې د ورځې په وروستیو کې د سیسلي ټاپو بندرونو ته رسیدلي دي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه تر جولای ۲۲ پورې دې هیواد ته ۳۴زره مهاجر د سمندر له لارې ورغلي دي. دغه وزارت ویلي چې د تیر کال په همدغه موده کې ایټالیا ته د ورغلیو مهاجرو شمیر ۲۵۵۰۰ تنه و او په ۲۰۲۰ کال کې دا شمیر ۱۰۹۰۰ تنه و.

ایټالوي مقاماتو همداشان ویلي چې د ژغورنې عملې د پنځه مهاجرو مړي هم موندلي دي چې دې هیواد ته د رسیدو په لار د مختلفو عواملو په وجه مړه شوي دي. ددغو کسانو د هویت په اړه تر اوسه څه ندي ویل شوي.

د ایټالوي رسنیو د رپوټونو له مخې د سیسلي ټاپو د مهاجرو د منلو مرکز کې ځای نشته، پداسې حال کې دا مرکز د ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ کسانو لپاره ځای لءي اوس په کې څه دپاسه ۱۲۰۰ مهاجر اوسیږي.

له بلې خوا د ایټالیا په سواحلو کې غیر دولتي موسسې هڅه کوي چې هغه په سلګونو مهاجر وژغوري چې په مدیترامې بحیره کې ایسار پاته دي.

د سمندري څارنې یوې غیر دولتي موسسې ویلي چې د دوی کښتۍ د شنبې په ورځ څلور ماموریتونه ترسره کړي او زیاته کړې یې ده چې د دوی د سمندر څارنې۳ په نامه کښتۍ ۴۲۸ مهاجر له سمندر نه پورته کړي چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي.

د مدیترانې بحیرې لار چې اکثر له یونان، ترکیې، لیبیا او افریقایي هیوادونو مهاجر له دې لارې اروپایي هیوادونو ته ځانونهد رسوي، د نړۍ د خورا خطرناکو لارو څخه شمیرل کیږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان اټکل کوي چې یواځې د روان کال د پیل راهیسې ۹۹۰ تنه پدې لار مړه او ورک شوي دي.

XS
SM
MD
LG