د لاس رسي وړ اتصالات

سنټکام: د خلیج اوبو کې څه باندې ۱۰۰ ډرون بیړۍ ځای پر ځای کیږي


د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مایکل کوریلا د شنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) وویل چې د متحدو ایالتونو په مشرۍ ځواکونه به تر راتلونکي کال پورې د خلیج فارس په ستراتیژیکو اوبو کې د سمندري تهدیداتو د مخنیوي په هدف څه باندې ۱۰۰ ډرون یا بې چلوونکي بیړۍ وګماري.

جنرال کوریلا په بحرین کې د مانامه د ډیالوګ په کنفرانس کې دغه اعلان وروسته له هغه وکړ چې متحدو ایالتونو او اسرائیل، ایران د عمان په سواحلو کې د ډرون په یو برید کې پړ وباله. په یاد برید کې هغه ټانکر په نښه شو چې د یو اسرایلي شرکت لپاره یې کار کاوه.

دغه برید د واشنګټن او تهران د تاوتریخوالو د زیاتیدو سره په یو وخت، د خلیج په اوبو کې چې د نړۍ د انرژۍ د تامین لپار خورا مهم ګڼل کیږي، د یو لړ اختلافاتو د شتون وروستی مورد دی.

د سنټکام مشر وویل:" راتلونکی کال دا وخت به ، د ۵۹ ځانګړې قطعه، له چلوونکي پرته څه باندې ۱۰۰ د اوبو پر سر بیړۍ او اوبتلونه وګماري څو یو ځای کار وکړي، ارتباط ټینګ کړي او له سمندري حوزې څخه معلومات راټول کړي."

د ۵۹ ځواکونو په نامه خاصه قطعه چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې په بحرین کې رامنځ ته شوه، هدف یې دادی څو بې پیلوټه سیستمونه د مصنوعي ذکاوت له استخباراتي سیستمونو سره یوځای کړي. دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د ډرون یو لړ بریدونه وشول او ایران پکې پړ وبلل شو.

د امریکا د سمندري ځواکونو په وینا، په داسې حال کې چې لوی اوبتلونه او جنګي بیړۍ سیمه پریږدي، بې چلوونکي بیړۍ،داسې یوه نوې ټکنالوژي ده چې په راتلونکې کې د امنیت د تامین لپاره ضروري ګڼل کیږي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کوریلا د ډیر وضاحت له ورکولو پرته وویل، پر بې چلوونکو بیړیو سربیره، امریکا "په منځني ختیځ کې پر داسې ازمایښتي پروګرام کار کوي چې زموږ له شریکانو سره یوځای، د دښمن ډرون الوتکې له منځه یوسي."

د سنټکام مشر د دښمن د "ډرون الوتکو پرمختګ" د سیمې د امنیت لپاره د ټکنالوژۍ لوی تهدید وباله.

XS
SM
MD
LG