د لاس رسي وړ اتصالات

ایران مسکو ته د ډرون الوتکو د ورکړې ادعاوي 'پارونکي' بولي؛ غرب د څیړونو غوښتنه کوي


وروسته له هغه چې اروپايي ټولنې په اوکراین کې د روسیې له خوا د ایراني ډرون الوتکو د کارولو د ادعاوو په اړه د څیړنو غوښتنه وکړه، تهران د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تلې۳۰) اروپايي ټولنې ته د «پارونکو اقداماتو» په اړه خبرداری ورکړ.

فرانسې، بریټانیا او جرمني د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو ته د یو لیک په استولو سره په دې اړه د «خپلواکو» څیړنو غوښتنه وکړه. دغه غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې اروپایي ټولنې او بریټانیا تیره اوونۍ پر تهران تازه بندیزونه ولګول.

ایران د اوکراین د جګړې لپاره روسیې ته د وسلو له ورکړې انکار کوي او مسکو پر غرب تور لګوي چې په دا ډول تورونو سره پر ایران "فشار" اچوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوې بیانیه کې وویل:" د ایران اسلامي جمهوري اوسمهال د اروپايي ټولنې او بریټانیا پارونکي اقدامات ارزوي کوم چې د سیاسي سناریو یوه برخه ده."

نوموړي د اروپايي ټولنې او بریټانیا اقدامات "مخرب" وګڼل او په کلکه یې رد او وغندل. هغه وویل "تهران د هر ډول غیرمسولانه اقداماتو په وړاندې د ځواب ویلو حق لري او د ایران د ملت د دفاع لپاره به دریځ ونکړي."

اروپايي ټولنې او بریټانیا د پنجشنبې په ورځ پر دریو ایراني جنرالانو او د وسلو پر یو شرکت چې روسیې ته د ډرون الوتکو په ورکړه کې په لاس لرلو تورن دی، بندیزونه ولګول.

فرانسې، جرمني او برتانیې جمعه اکټوبر ۲۱ (تلې۲۹) په یو لیک کې د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د ایران له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ نمبر پریکړه لیک د نقض په اړه څیړنې وکړي.

دغه پریکړه لیک چې د تهران او نړۍ ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد پخلی کوي، د ایران د اټومي‌ فعالیتونو د محدودیدو په بدل کې پر هغه هیواد د بندیزونو کموالی تضمینوي.

خو دا قرار داد وروسته له هغه په ۲۰۱۸ میلادي‌ کال کال کې مشکل سره مخ شو چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورڅخه په یو اړخیزه توګه بهر شو.

کیف تیره میاشت د ایران له خوا مسکو ته د وسلو د لیږد د ادعاوو له مله له تهران سره خپلې اړیکې د پام وړ کمې کړې.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي هم ویلي چې اوکرایني ځواکونو په څه باندې یوه میاشت کې د ایران ساخت ۲۲۰ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

یوازې کیف ندی چې ادعا کوي ایران روسیې ته وسلې ورکوي بلکې متحده ایالاتو د همدې روان ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې په یو شرکت د دې تورونو له کبله بندیزونه ولګول چې د ایران څخه روسیې ته د ډرون الوتکو په لیږد کې مرسته

XS
SM
MD
LG