د لاس رسي وړ اتصالات

تېرکال څه باندې ۴۰۰۰ پناه غوښتونکي هسپانیا ته په لار مړه شوي


اروپا ته په لار په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي کډوال

په هسپانیا کې یوه نادولتي اداره، چې هغه هېواد ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو او کډوالو شمېر ثبتوي، وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې څه باندې ۴۰۰۰ کسان هسپانیا ته په لار په سیند کې مړه شوي او یا تري تم شوي دي.

د «کامېننډو فرنټېراس» په نامه اداره وايي دا شمېره د وړم کال په پرتله زیاته ده، وايي په ۲۰۲۰ کې ۲۱۷۰ کډوال چې غوښتل یې د مدیترانې له لارې هسپانیا ته ځانونه ورسوي، مړه شوي، خو سږ کال دا شمېره ۴۴۰۴ تنه رسېدلې ده.

دغه اداره وايي چې ارقام د کډوالو د انتقالوونکو کښتیو څخه ترلاسه کوي او له ۲۰۱۵ کال راهېسې چې دوی د شمېرو ټولول پیل کړي،‌ په یو کال کې د دومره کسانو مړینه او ورک کېدل، بیساري دي.

د اسوشیتډ پرس د «کامېننډو فرنټېراس» د مسئولینو له خولې لیکلي دي چې په سیند کې د مړه شویو ۹۴ سلنې کسانو مړي پیدا شوي نه دي.

وايي ۴۰۱۶ کسان هسپانیا ته د رسېدو په نیت د «کانري ټاپوکانو» کې مړه شوي او ورک شوي دي. دا د نورو لارو په پرتله هسپانیا ته لنډه بلل کېږي.

په مړه شویو او ورکو شویو کسانو کې ۶۲۸ ښځې او ۲۰۵ ماشومان دي. د هسپانیا د دغې ادارې شمېرې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له شمېرې څخه لوړې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي وو چې تېرکال هسپانیا ته په لارې ۱۲۷۹ کډوال مړه شوي او یا ورک شوي دي.

د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېرکال ۳۷۳۸۵ کډوال هسپانیا ته رسېدلي چې د ۲۰۲۰ په پرتله لږ کم دي.

XS
SM
MD
LG