د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا ته په لار د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې، ۲۱تنه مړه شوي 


تصویر: ارشیف

په تونس کې چاروکي وايي اروپا ته په لار د مدیترانې په اوبو کې د کډوالو یوه بېړۍ ډوبه شوې ده او شاوخوا ۲۱تنه په دغه پيښه کې مړه شوي ‌دي.

چارواکي وايي دا کښتۍ له تونس څخه روانه شوې وه او غوښتل یې چې پر مدیترانې واوړي او د ايټالیا د لمپیدوسا ټاپو ته ځان ورسوي.

د تونس د ملکي حفاظت د برخې مشر رویټرز خبري‌ اژانس ته ویلي دي:«دا کښتۍ د پنجشنبې په ورځ د (تونس) د صفاقس له ښارګوټي روانه شوې وه... تر دې دمه ساحلي ساتونکو د ۲۱کسانو مړي موندلي دي او د نورو موندل روان دي.»

تېره میاشت هم د تونس د صفاقس په بندري ښار کې یوه بله بېړۍ هم په اوبو کې ډوبه شوې وه او ۳۹تنه په کې مړه شوي ‌وو.

د صفاقس بندر ته نژدې د اوبو دغه لار له جګړې او غربت څخه اروپا ته د افریقا او منځني‌ ختیځ د پناه وړونکو لپاره په یو مهم ترانزیتي لاره بدل شوی دی.

دا خلک د ښه ژوند په هیله اروپا ته روانیږي چې یو شمېر یې له داسې ناوړو پېښو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG