د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۰زرو واوښت


په پاکستان کې په تېرو ورځو کې په هرو پنځو معاینه شویو کسانو کې یې یو په کرونا اخته دی
په پاکستان کې په تېرو ورځو کې په هرو پنځو معاینه شویو کسانو کې یې یو په کرونا اخته دی

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د هغو ځایونو او سیمو په ضد به جدي‌ اقدامات کوي‌ چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لارښوونې نه مراعتوي.

په پاکستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او رسمي‌ او تازه شمېرې ښيي چې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۰ زرو اوښتی دی.

تر دا مهال په پاکستان کې د کرونا له کبله ۲۶۰۷ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۰۳۰۰۰ نور په دغه ویروس اخته دي.

په کرونایروس د زیات شمیر خلکو اخته کېدو پاکستاني چارواکي اړ کړل چې د اعلان شویو لارښوونو د پلي کولو لپاره نوي‌ اقدامات وکړي.

د پاکستان حکومت تېره میاشت د قرنطین محدودیتونه ختم اعلان کړل او اجازه یې ورکړه چې مارکیټونه، صنعتي فابریکې او عامه ترانسپورت بېرته فعالیت پیل کړي، خو د ماسک تړل یې اجباري کړل.

د پاکستان د پلان وزیر اسد عمر د دوشنبې په ورځ جون ۸(غبرګولي۱۹) وویل: " په لومړي قدم کې مو خلک د نویو لارښوونو په اړه پوه کړل، بیا مو خبرداری ورکړ او اوس مو د ورستۍ پرېکړې په اساس ټولو ادارو ته لارښوونه کړې چې د هغو ځایونو په ضد دې جدي اقدامات وکړي چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لارښوونې په کې نه عملي کیږي."

په پاکستان کې په تېرو لسو ورځو کې ۲۳۰۰۰ کسانو ځانونه معاینه کړي چې په هرو پنځو کې یې یو کس په کروناویروس اخته و. دا په داسې حال کې دي چې د مۍ په نهمه نېټه د محدودیتونو تر لېرې کولو مخکې په هرو لسو کسانو کې چې ځانونه یې معاینه کړي وو، یو کس په کروناویروس اخته و.

د رویټرز د شمېرو په اساس پاکستان په نړۍ کې شپاړلسم هېواد شو چې په کرونا د اخته کسانو شمېر په کې تر ۱۰۰زرو اوړي.

د کروناویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شوی او دا مهال د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې یې څه باندې ۴۰۰زره کسان مړه کړي او ۷.۳ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG