د لاس رسي وړ اتصالات

د اوزلوبې دویم پړاو؛ کندهار نیمه پایلوبې ته لاره وموندله


کابل کې د اوزلوبې دویم پړاو په پینځمه ورځ د کندهار او بدخشان لوبډلو په یوې حساسې لوبې کې سره ولوبېدل.

د کندهار لوبډلې وکړای شول د لوبې تر پایه دوه د صفر په مقابل کې بدخشان لوبډلې ته ماتې ورکړي او لومړۍ لوبډله ده چې د روان لیګ نیمه پایلوبې ته لاره مومي.

که څه هم د لوبې په ورستیو شېبو کې د کندهار لوبډلې چاپ اندازانو اورغومې د حلال کړۍ ته د دریم ځل لپاره راورسوه خو د بدخشان لوبډلې نیوکې وروسته دغه هڅه ناکامه وبلل شوه.

په روان لیګ کې دا د کندهار دریمه پرلپسې بریا وه.
په روان لیګ کې دا د کندهار دریمه پرلپسې بریا وه.

د لوبې په پای کې لوبڅار ابراهیم ترکمن په دې اړه وویل: "موږ په بهرنیو سیالیو کې تر څو چې اورغومی سل په سلو کې د حلال کړۍ په منځ کې نه وي نمره نه حسابوو خو افغانستان کې که ۶۰ سلنه هم حلال کړۍ ته رسېدلی وي یوه نمره حسابوو. له دې سره بیا هم په نننۍ لوبې کې د دواړو لوبډلو د تفاهم پر بنسټ د کندهار دریمه نمره حساب نشوه."

په روان لیګ کې دا د کندهار دریمه پرلپسې بریا وه.

د کندهار لوبډلې پیاوړي چاپ اندزا پهلوان عبدالسلام ایماق د نننۍ لوبې په اړه وویل موږ په لوبې کې حملې کولې او په عین حال کې مو دفاعي حالت ته هم پام و.

پهلوان ایماق زیاته کړه: "د بریا راز مو دا دی چې موږ د خپلو لوبغاړو تر منځ یوه ښه همغږي لرو، د سیالو لوبډلو د قوت او ضعف ټکو ته مو ښه پام دی او په بشپړ ډول چمتولی نیسو."

بدخشان لوبډله هم د کندهار په شان د روان لیګ یو له پیاوړو لوبډلو په کتار کې ده.

دغې لوبډلې تېر کال هیڅ ماته نه وه خوړلې او په روان لیګ کې نن د لومړي ځل لپاره د کندهار له خوا ماتې تجربه کړه.

د اوزلوبې دویم پړاو سیالیو کې تر ټولو مخکښې کندهار ورپسې بلخ، کندز او بغلان لوبډلې دي.

XS
SM
MD
LG