د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان، ایران او روسیې سره د جنس په جنس سوداګرۍ ته اجازه ورکړه


د طالبانو د راتګ څخه وروسته پاکستان ته د افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادارت په ځانګړې توګه ډیر شوي.
د طالبانو د راتګ څخه وروسته پاکستان ته د افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادارت په ځانګړې توګه ډیر شوي.

پاکستان د خپلو ګاونډیو افغانستان، ایران او روسیې سره چې په دریو واړو یې د غربي هیوادونو لخوا بندیزونه لګول شوي، د ځانګړو موادو جنس په بدل کې د جسن ورکړې سوداګرۍ اجازه ورکړه چې له یوې خوا د بندیزونو څخه ځان بچ وساتي او له بلې خوا د خپلې بهرني اسعارو د کمښت فشار په ځان کم کړي.

د پاکستان د سواګرۍ وزارت جمعه جون ۲ (غبرګولي ۱۲) ویلي چې د سوداګرۍ دا میکانیزم به په یو ځای عملي شي.

پدې میکانیزم کې ۲۶ بیلا بیل مواد یاد شوي چې په پاکستان کې شخصي او دولتي شرکتونه کولی شي افغانستان، ایران او روسیې ته یې صادر کړي او په بدل کې به یې پاکستان د دغو دریو واړو هیوادونو څخه خام تیل، طبیعي مایع ګاز، میوه، غنم، صنعتي ماشین آلات او سبزیجات وارد کړي.

سره لدې چې متحده ایالاتو د هغو هیوادونو نومونه د بندیزونو په ځانګړي لست کې اچولي چې د ایران څخه تیل اخلي خو ښایي چې د جنس په جنس معاملې به جدي ونه وبولي.

پاکستان پداسې حال کې د سوداګرۍ د دې نوې بڼې اعلان کوي چې ټاکل شوې د روسیې څخه په خامو تیلو لومړنۍ بار کښتۍ دې هیواد ته د همدې میاشتې په پای کې ورسیږي.

اسلام آباد تر اوسه د روسیې څخه د تیلو اخیستو د معاملې په هکله ډیر معلومات ندي ورکړي او دا یې هم ندي ویلي چې د دې تیلو په بدل کې به روسیې ته پیسې څه ډول ورکوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د پترولیم وزیر مصدق ملک ویلي و چې د دې معاملې له مخې هیواد یې د روسې څخه تفصیه شوي نه بلکې یوازې خام تیل اخلي او تر څنګ یې دا هم ویلي و که لومړنۍ راکړه ورکړه په سمه توګه وشي، د روسیې څخه به هره ورځ پاکستان ته تر سل زرو بیلرو تیلو راتګ شروع شي.

ښاغلي ملک په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل، "سل زره ټنه روسي تیل به د جون میاشتۍ لومړۍ اوونۍ تر پایه او یا د دویمې اوونۍ په سر کې پاکستان ته ورسیږي".

په پاکستان کې د پترولیم د سوداګرو اتحادیې تیره میاشت شکایت کړی و چې پدې هیواد کې ۳۵ په سلو کې پلوریدونکي ډیزل د ایران څخه په قاچاق راوړل کیږي.

پاکستان د ایران سره نږدې ۹۰۰ کیلو مټره ګډه پوله لري او سره لدې چې پاکستان د غیر قانوني کړنو د مخنیوي لپاره د ایران سره په ګډې پولې اغزن تار لګول شوی خو بیا هم قاچاقبران د تیلو تر څنګ مخدره مواد او نور شیان د همدې سرحد د لارې وړي راوړي.

ویل کیږي چې د پاکستان او ایران سرحدي ځواکونه پدې غیر قانوني کاروبار کې لاس لري خو دواړه هیوادونه دا تورونه ردوي.

په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته پاکستان ته د افغانستان څخه د نورو شیانو تر څنګ د ډبرو سکرو واردات په ځانګړي توګه ډیر شوي. د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیره سوداګري په نغدو پیسو کیږي خو د جسن په بدل کې د جسن سوداګري هم د پخوا راهیسې د دې دواړو ګاونډیانو تر منځ عملي کیږي.

پاکستان چې شاوخوا ۲۳۰ ملیونه وګړي لري، له یوې خوا د شیانو د لوړې بیعې سره مخ دی او له بلې خوا نشي کولی چې خپله د بهرنیو اسعارو اندازه هغومره وساتي چې پرې وکړی شي د بهرنیو هیوادونو سره ډیره سوداګري وکړي.

د دې هیواد مرکزي بانک په همدې روانې اوونۍ کې وول چې د بهرنیو اسعارو اندزاه یې ۴ ملیارد ډالرو ته ښکته شوې. په دومره پیسو پاکستان کولی شي یوازې د یوې میاشتې لپاره واردات وکړی شي.

XS
SM
MD
LG