د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: طالبان باید د نړیوالې ټولنې توقعاتو ته پام وکړي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي چې د طالبانو حکومت باید "د ټول شموله حکومت، د افغانانو د حقوقو په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو او د تروریزم پر ضد د اغېزناکو اقداماتو په اړه" د نړیوالې ټولنې غوښتنو او توقعاتو ته پام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ناوخته جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت معین سهیل محمود دا څرګندونې د افغانستان لپاره د چین حکومت د ځانګړي استازي یوشیایویونګ سره د ټلیفوني اړیکې پرمهال کړي دي.

اعلامیه وايي‌ چې ښاغلي محمود په دغو خبرو کې دواړو لوریو، د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت او له دغه هیواد سره د پاکستان او چین د بشري مرستو په اړه هم خبرې کړي دي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د کنګل شوو زېرمو خلاصول، په بانکي سکټور کې د اسانتیاو رامنځته کول، د افغانستان د خلکو د اقتصادي ستونزو په کمولو او د یو تلپاتي اقتصاد په رامنځته کولو کې اهمیت لري.

اعلامیه وايي‌ چې ښاغلي محمود دې په اشارې چې پاکستان یو سوله ییز، پر خپلو پښو ولاړ باثباته افغانستان ته ژمن دی، ویلي: "د نړیوالې ټولنې پام باید د افغانستان د کړکېچن وضعیت څخه په نورو ځایونو کې د رامنځته شوو پيښو په خاطر وانه وړي."

د اعلامیې په اساس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ټينګار کړی دی چې د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره دې روغونکی تعامل او عملي همکاري دوام پیدا کړي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د ۱۱ میاشتو په تېرېدو سره د هغوی حکومت د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی، خو نړیوالې ټولنې په دغه هیواد کې له اړمنو خلکو سره د مرستې په هدف د طالبانو له حکومت سره تعامل ته دوام ورکړی دی.

نړیواله ټولنه د نورو مسائیلو تر څنګ له طالبانو غواړي چې همه شمول حکومت جوړ کړي، ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي، د بشر او په خاص ډول د لږګیو حقوقو ته درناوی وکړي. طالبان بیا ادعا کوي چې د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرایط پوره کړي او هیڅ هیواد باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي.

XS
SM
MD
LG