د لاس رسي وړ اتصالات

په سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو جګړه 


په سپین بولدګ کې د پاکستان طالبانو بیرغونه
په سپین بولدګ کې د پاکستان طالبانو بیرغونه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت منلې چې عسکرو یې د کندهار په سپین بولدک کې له پاکستاني لوري سره نښته کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه فبروري ۲۴ (سلواغه پنځمه) پاکستاني لوری د جګړې په پیلولو تورن کړی دی.

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «د کندهار په سپین بولدک کې له پاکستاني ساتونکو سره یوه محلي ستونزه پیښه شوې، متاسفانه چي لومړۍ ډزي د پاکستاني ساتونکو له لوري شوي دي.»

ښاغلي مجاهد زیاته کړې ده چې اوس «حالات کابو» شوي او «‏موږ به په دې اړه بشپړه پلټنه وکړو چې دا پیښه ولې رامینځته شوې» ده.

په همدې حال کې د فرانسې خبري اژانس په سیمه کې د امنیتي‌ مسئولینو او روغتیايي چارواکو له خولې خبر ورکړی چې په دغې جکړې کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

عیني شاهدان وایي چې د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدلي دي. یو عیني شاهد ویلي دي‌ چې د پاکستان له لوري په سیمه کې د توغندیو له لګېدو وروسته ډېر خلک له خپلو کورونو څخه وتلي دي.

په سیمه کې د یو روغتون ډاکټر نعمت شهزاد ویلي دي چې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

یو امنیتي مسئول چې نغواړي نوم یې واخیستل شي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې په جکړې کې درې تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي چې وسله وال طالبان هم په کې دي.

تر دې دمه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دغې سیمې کې تر دې مخکې هم دواړو لوریو نښتې کړې وې. د تازه جګړې پوره جزیات او د تلفاتو په اړه معلومات لا خپاره شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG