د لاس رسي وړ اتصالات

متقي او د پاکستان د پوځ مشر د ' امنیت او ترهګرۍ سره د مبارزې' په اړه غږېدلي


دجنرال منیر او مولوي متقي کتنه
دجنرال منیر او مولوي متقي کتنه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره په لاهور پنډۍ کې کتلي او د سیمې د امنیت په ګډون په یو لړ مسلو یې ورسره خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د یکشنبې په ورځ مۍ اووم (ثور۱۷) رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي، چې په دې کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سيمه‌ييز امنيت، د خلکو تګ راتګ کې اسانتياوو او افغان مهاجرينو اړوند مسايلو هراړخيزې خبرې شوي دي.

د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې جنرال عاصم منیر او امیرخان متقي د سیمې امنیت، د سرحد په اوږدو کې د امنیت د مدیریت او د اوسني امنیتي چاپیریال د ښه کیدو لپاره د یو دواړخیز امنیتي میکانیزم په اړوند مسلو خبرې کړي دي.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي:" لوی درستیز په موثر ډول د تروریزم او سخت دریځۍ په وړاندې د مبارزې او شته ستونزو له منځه وړلو لپاره د دواړو ورونو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د زیاتیدو په اړتیا ټینګار وکړ. هغه په دواړخیزو علاقې وړ مسلو کې د لنډ مهاله حکومت د بشپړ ملاتړ او ژمنې د اړتیا یادونه هم وکړه".

د پاکستان پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي متقي افغانانو سره د پاکستان همیشني ملاتړ څخه مننه کړې او په افغانستان کې د سولې په ټینګدو او ددغه هیواد په انکشاف کې د پاکستان د رول یادونه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي:" همداشان هغه[متقي]د سیمې د هوساینې او ثبات لپاره پاکستان سره د نږدې کارکولو هیله څرګنده کړه."

امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت یوپلاوی د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه اسلام اباد ته په یو څلور ورځیني سفرتللی دی. ښاغلي مقتي تیره ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو په نوبتي غونډه کې هم ګډون کړی و.

امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت پلاوی د یکشنبې په ورځ مۍ اووم (ثور۱۷) د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د یو پلاوي سره هم په اسلام اباد کې خبرې کړي دي.

د امیرخان متقي په مشرۍ په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم شامل دی. ټاکل شوې چې دا پلاوی به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په ستونزو هم خبرې وکړي.

افغان سوداګر شکایت کوي، چې لا هم د کراچۍ په بندر کې د ترانزیتي مالونو د انتقال اوهم د واګې د بندر له لارې هند سره د سوداګرۍ په برخه کې ډیرې ستونزې لري.

همداشان پاکستاني سوداګر د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو یادونه کوي.

په همدې حال کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې مخ په زیاتیدونکې ډول د تروریزم ګواښونو په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړي او د طالبانو څخه یې غوښتي، چې دغه اندیښنې دې رفع کړي.

رسمي سرچینو ویلي، چې د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې ددغه هیواد ګاونډیو ته مخ په زیاتیدونکي ډول د تروریزم د رامنځ ته شویو ګواښونوپه اړه خپلې اندیښنې طالبانو استازو سره شریکې کړي دي.

XS
SM
MD
LG