د لاس رسي وړ اتصالات

'افغانستان کې موجودې ترهګرې ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي خطر دی' 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د اوزبیکستان په سمرقند کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان په څلور اړخیزې غونډې کې د نورو غوښتنو تر څنګ دا غوښتنه هم شوې ده چې د طالبانو حکومت باید په افغانستان کې د «شته ترهګرو ډلو» د ځپلو لپاره جدي او د پام وړ اقدامات وکړي.

دا یوه غیر رسمي غونډه وه چې په سمرقند کې د افغانستان په اړه د ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډو کې شوې ده. د سمر قند غونډې ته د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی هم ورغلی دی.

د غونډې ګډونوالو نن پنجشنبه اپریل ۱۳ (وري۲۴) یو ګډه بیانیه خپره کړې چې په کې په افغانستان کې له «ترهګرۍ سره تړلي امنیتي وضعیت په اړه» د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ژوره اندېښنه څرګنده شوې ده.

په بیانیې کې ټېنګار شوی چې «د داعش، القاعدې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحریک طالبان پاکستان، د بلوچستان د ازادۍ ځواک، جیش العدل او داسې نورې ټولې ترهګرې ډلې، چې په افغانستان کې دي، د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ» دی.

دغو هېوادونو له طالبانو څخه غوښتي چې د هغو ډلو په ضد کلکه مبارزه وکړي چې دا هېوادونه یې خپلې خاورې او امنیت ته خطر ګڼي.

چین د ختیځ ترکستان ډله په خپلې خاورې کې په نارامیو تورنوي او له طالبانو څخه یې ‌په وار وار غوښتي چې د دغې ډلې په ضد اقدامات وکړي.

ایران «جیش العدل» په خپلې خاورې کې په ورانکاریو او ترهګریزو بریدونو تورن ګڼي.

دا پاتې دوې نورې بیا د پاکستان په ضد په بریدونو تورنې بلل کېږي، چې تحریک طالبان پاکستان په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې د افغان طالبانو قوي ملاتړي وو او لا هم ورسره اړیکې لري.

روسیې په تېر وخت کې هم ویلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې غړي فعال دي‌ او اندېښنه یې ښودلې چې ممکن د کډوالو په جامه کې منځنۍ اسیا ته واوړي.

د طالبانو تر بیا واکمن کېدو مخکې د افغانستان مخکني حکومت چارواکو دا خبره کړې وه چې دوی یوازې له طالبانو سره نه، بلکې له شاوخوا ۲۰ نورو ترهګرو ډلو سره هم په جګړي بوخت دي.

طالبان ادعا کوي چې د داعش ډله یې ځپلې ده، په ټول افغانستان کې امنیت ټېنګ دی او‌ اجازه نه ورکوي چې هېڅ یوه ډله د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکاروي، خو د لویدیځ چارواکي طالب واکمنان تورنوي چې خپل تعهدات یې نه دي پوره کړي.

د بهرنیو چارو د وزیرانو په اعلامیې کې په دې هم ټېنګار شوی چې طالبان باید په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره لا جدي اقدامات وکړي او په دې اړه دې خپلې ژمنې پوره کړي.

په دغې بیانیې کې همدغه راز ویل شوي ‌چې د طالبانو حکومت باید د بهرنیو افرادو او بنسټونو د ساتنې، امنیت او مشروع حقوقو لپاره اغیزناک اقدامات وکړي او هر «شخص چې په بهرنیو اتباعو او بنسټونو باندې د هرې ډول برید او یا برید د ګواښ مسئول دی، باید ځواب ووايي».

افغانستان کې د ترهګرۍ پېښې

تېرکال په کابل کې د روسیې په سفارت او په یو چینايي هوټل باندې بریدونه وشول او یو شمېر کسان ووژل شول او ژوبل شول. راپورونه وايي چې چین له بریدونو وروسته خپلو اتباعو ته له افغانستان څخه د وتلو امر کړی و. همدغه راز ځینو متعرضینو د ایران په کونسګرۍ هم برید کړی و.

طالبان ادعا کوي چې د بهرنیو ادارو او سازمانونو امنیت یې خوندي کړی دی.

په اوزبیکستان کې د ایران، چین، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې دا هم ویل شوي چې افغانستان باید «د نړیوالې همکارۍ ځای وي، نه د جیوپولتیک رقابتونو».

د همه شمول حکومت غوښتنه

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمنان شول او په خپل اعلان شوي حکومت کې یې ټول د خپل «امارت» غړي‌ ټاکلي چې یوه ښځه هم په کې نشته. په دغې څلور اړخیزې غونډې کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتل شوي دي چې د «ټولو توکمونو او سیاسي بنسټونو په عملي مشارکت سره یو ګډ حکومت» جوړ کړي او «په ښځو او قومي اقلیتونو باندې ټول محدودیتونه لغوه» کړي.

طالبان ټېنګار کوي چې حکومت یې همه شمول دی او د «شرعیت په اساس» د ټولو حقونو ته درناوی لري. تر دې دمه هېڅ یو هېواد، د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی او په روسیه کې هم «د طالبانو ډله بنده» ده.

نړیوالې ټولنې ټول شمول حکومت او د اقلیتونو او بشري حقونو ته درناوی د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یو عمده شرط ګڼلی دی.

د ایران د ایرنا اژانس د دغې غونډې د بیانې په اساس لیکلي دي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې دا غوښتنه هم شوې ده چې باید امریکا د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ پرېږدي.

امریکا د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان شاوخوا اووه میلیارد ډالر شتمنۍ کنګل کړي او وايي‌ اندېښنه لري هسې نه دا شتمنۍ د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو لاس ته ورشي.

دغو وزیرانو په افغانستان کې د ستونزو د سیاسي حل لپاره د ټولو دپلوماتیکو هلو ځلو ننګه کړې ده. طالبانو،‌ چې پلاوی یې د سمرقند غونډې ته د ګډون لپاره ورغلی، په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG