د لاس رسي وړ اتصالات

بلوڅ بیلتون غوښتونکو د پاکستان د پوځ یو ډګروال وژلی


په پاکستان کې چارواکي وایي د یو پوځي افسر مړی تیره اوونۍ د بلوچستان په ایالت کې تښتول شوی و، نن پنجشنبه جولای ۱۴ (چنګاښ۲۳) د همدې ایالت د یوې لویې لارې سره نږدې موندل شوی.

د بلوچستان د آزادۍ پوځ په نامه د بیلتون غوښتونکو ډلې ادعا کړې چې ډګروال لایق مرزا هغوي تښتولی او وژلی دی. د پاکستان دا پوځي د خپلې کورنۍ سره یو ځای د بلوچستان ایالت د زیارت سیمې څخه تیره اونۍ تښتول شوی و.

ډګروال مرزا د خپلې کورنۍ سره همدې سیمې کې د چکر یو ځای ته روان و چې وسله والو پرې برید وکړ. تښتوونکو د پاکستان د دې سرتیري د کورنۍ نور غړي خوشې کړل خو هغه یې د ځان سره یوې نا معلومې سیمې ته وړی و.

د بلوچستان اعلی وزیر میر عبدالقدوس بزینجو ویلي چې امنیتي ځواکونو د هغو کسانو د پیدا کولو لپاره عملیات پیل کړي چې دا پوځي افسر یې وژلی.

ښاغلي بزینجو پدې هکله وویل، " مونږ به د هغو کسانو د پیدا کولو، نیولو او سزا ورکولو لپاره پوره کوښښ وکړو چې زمونږ د پوځ دا فسر یې شهید کړی".

د بلوچستان په ولایت کې چې د منرالونو او ګازو له پلوه غني سیمه ده، د بلوچستان د ملي پوځ په شان وسله والې ډلې د پاکستان څخه خپلواکي غواړي.

د بلوڅ آزادۍ پوځ د بلوچستان په ایالات کې د څو بیلتون غوښتونکو ډلو څخه یوه ده چې د کالونو راپدیخوا د پاکستان تر ټولو سترې صوبې کې د حکومت پر ضد جنګیږي.

سره لدې چې پاکستان وای په سیمه کې یې د بلوڅانو بغاوت ځپلی خو بیا هم دا ډله وخت ناوخته په همدې ولایت او نورو سیمو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او نورو اهدافو بریدونه کوي.

د دې ډلې یو ویاند جیاند بلوڅ په یوې اعلامیې کې چې په انګریزي ژبې لیکل شوې څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و چې "د بلوڅانو د آزادۍ پوځ سلګونه نوي ښځینه او نارینه غړي چې په ښه توګه روزل شوي چمتو دي چې د بلوچستان او پاکستان په هرې برخې کې خونړۍ حملې وکړي".

څه باندې دوه میاشتې وړاندې هم یوې ښځې په کراچۍ کې د بیجینګ فرهنګي مرکز ته نژدې په ځانمرګي برید کې د دریو چینايانو په ګډون یو شمېر خلک ووژل او ژوبل کړل. د برید مسئولیت د «بلوڅ ازادۍ غورځنګ» ومانه.

بیجینګ د «چین-پاکستان اقتصادي دهلیز» په پروژه کې شاوخوا ۵۴ میلیارد ډالر پانګونه کوي، بلوڅ بیلتون غوښتونکي ادعا لري چې د پاکستان حکومت د دوی طبعي زېرمې سپړي او هاغسې چې په کار ده، حق نه ورکول کېږي. خو د پاکستان حکومت دا ادعا ردوي.

له دغه ځانمرګي برید وروسته «بلوڅ ازادۍ غورځنګ» په چینایانو باندې د نورو بریدونو ګواښ هم وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د دوی په سیمه کې دې پانګونې بندې کړي.


XS
SM
MD
LG