د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کورنیو چارو پر وزیر وسله وال برید شوی


د ښاغلي اقبال کورنۍ وايي‌ هغه لاهور کې روغتون ته انتقال شوی
د ښاغلي اقبال کورنۍ وايي‌ هغه لاهور کې روغتون ته انتقال شوی

له پاکستان څخه راپورونه وايي‌ چې د دغه هېواد د کورنیو چارو پر وزیر احسن اقبال وسله وال برید شوی او ژوبل شوی دی.

برید د یکشنبې په ورځ (مۍ۶) د پنجاب د نارووال په ښار کې شوی دی. ښاغلی اقبال په اوږو باندې په مرمۍ لګېدلی دی او اوس په لاهور کې روغتون ته انتقال شوی دی.

راپورونه وايي‌ هغه یوې غونډې ته روان و چې پرې یو ځوان برید وکړ.

په سیمه کې یو پولیس چارواکي عمران کېشور د پاکستان د ډان ورځپاڼې ته ویلي‌ دي چې پر هغه په تمانچې ډزې شوي‌ دي.

پولیس وایي یو بریدګر نیول شوی او اوس ترې تحقیقات کیږي.

د ښاغلي احسن د ګوند مشر طلال چوهدري ویلي‌ دي چې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر احسن اقبال روغتیا ښه ده او د مرګ له خطر څخه بچ شوی دی.

نیول شوی بریدګر ۲۰-۲۲ کلن ښودل کیږي چې لا یې د برید انګیزه معلومه نه ده.

XS
SM
MD
LG