د لاس رسي وړ اتصالات

غني پاکستان د ټپي شویو طالبانو په درملنه تورن کړ


جمهور رئیس غني د غزني ولایت ته د سفر پر وخت
جمهور رئیس غني د غزني ولایت ته د سفر پر وخت

د افغانستان جمهور رئیس تور لگولی چې په گاونډي هیواد پاکستان کې روغتونونه د هغو طالب جنگیاليو درملنه کوي چې د افغان ځواکونو سره د غزني په جگړه کې ټپیان شوي دي.

جمهور رئیس غني نن د جمعې په ورځ په غزني کې یوې غونډې ته همداشان وویل چې وسله وال د پاکستان له اړخه د غزني په جگړه کې د گډون لپاره راغلي وو.

ښاغلي غني د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ته په خطاب کې وویل "جنرال باجوه، تاسې له مونږ سره یو سند لاس لیک کړ او په وار وار مو راته په تیلیفوني خبرو کې وویل چې کله د پاکستان انتخابات پای ته ورسیږي، دې موضوع ته به پاملرنه وکړئ. زه اوس ځواب غواړم ... له کوم ځایه دوی راغلل او ولی هغوی ستاسې په روغتونونو کې تداوي کیږي."

تر اوسه پدې اړه د پاکستان د پوځ له لورې کوم مشخص غبرگون ندی څرگند شوی. خو د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د ټولنیزو رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې گواکې پاکستان د غزني په جگړه کې ښکیل دی او دا چې د غزني په جگړه کې د ټپي شويو یاغیانو درملنه د پاکستان په روغتونو کې کیږي.

ښاغلي فیصل په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل "مونږ هیڅ داسې شواهد ندي ترلاسه کړي چې دغه جدي تورونه پرې ثابت شي او مونږ دغه بې بنسټه تورونه ردوو."

له بلې خوا د غزني ولایت والي وحیدالله کلیمزي ویلي دي چې د غزني په جگړه کې د څه د پاسه ۴٠٠ وژل شویو بریدگرو په منځ کې په لسگونو پاکستانیان هم شامل وو "په غزني باندې د طالبانو په برید کې ۴٠٠ تروریستان وژل شوي چې ٧٠ تنه یې پاکستانیان وو چې جسدونه یې د پاکستان جهانگیر بازار ته انتقالیږي."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند سید غفور احمد جاوید د امریکا غږ سره په خبرو کې د غزني په جگړه کې د پاکستاني اتباعو شتون تائید کړی، خو د پلټنو تر نتیجو پورې یې پدې اړه زیات جزییات څرگند نکړل.

د روان کال د می په میاشت کې کابل او اسلام آباد "د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پروگرام" په نامه موافقه لاس لیک کړه. د افغانستان په مشرۍ د سولې د خبرو د بهیر څخه د پاکستان ملاتړ او د ترهگرو پر ضد د اسلام آباد جدي اقدامات ددغه موافقې له عمدو ټکو څخه دي.

که څه هم چې پاکستاني مقاماتو د ښاغلي غني د څرگندونو په هکله غبرگون ندی ښودلی خو د پاکستان یو سیاستوال افراسیاب خټک، په هغو ورځو کې چې د غزني جگړه روانه وه د ټویټر په یو پیغام کې ادعا وکړه چې د غزني په جگړه کې پاکستاني سخت دریځه گډون لري او د پاکستان حکومت باید د هغې ځواب ووایي.

ښاغلي خټک لیکلي وو چې "د پاکستان حکومت باید د غزني په جگړه کې د وژل شویو پاکستانیانو د اجسادو د راوړلو او د هغه جنگیالیو په اړه چې نیول کیږي وضاحت ورکړي."

دغه پاکستاني سیاستوال همداشان ویلي دي چې د غزني جگړه د ١٩٨٩ کال د جلال آباد د جگړې د "شرمونکې ماتې" تکرار دی.

افغان مقامات له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان د پوځ استخباراتي اداره آی اس آی په سیمه کې د ترهگرو په ملاتړ ملامته کړې ده، خو پاکستاني مقاماتو دغه تورونه تل رد کړي دي.

تیره اونۍ د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي وویل چې د پاکستان استخباراتي اداره آی اس آی د غزني د جگړې تر شا ده "پاکستان د نړیوال تروریزم د ټوپ تخته ده. ټول ترهگر لومړی پاکستان ته ځي، وسلې ترلاسه کوي، مجهز کیږي او بیا افغانستان ته د جگړې لپاره استول کیږي."

جنرال یفتلي همداشان وویل چې د لشکر طیبه زیات شمیر غړي هم د غزني په جگړه کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG