د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په افغانستان کې سوداګریز مرکز پرانیست


د ایراني توکو او تولیداتو یو ستر سوداګریز مرکز او دایمي نندارتون د یکشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۴) په کابل کې پرانیستل شو.

ددې مرکز د پرانیستنې په یوه غونډه کې د طالبانو د حکومت د چارواکو ترڅنګ ځینو ایراني چارواکو او د دواړو هیوادونو یو شمیر سوداګرو برخه اخیستې وه.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد امریکا غږ ته وویل، چې د دغه نندارتون د پرانیستلو سند نږدې یو کال دمخه د افغانستان د کانونو او صنایعو د خونې او د یو ایراني شرکت د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی و.

ښاغلي جواد وویل، چې په دې نندارتون کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې په راکړې ورکړې پورې تړاو لري.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ایران به په دغه نندارتون کې تر ډېره برېښنايي الات او د کرهڼې په برخه کې استعمالېدونکي داسې ماشینونه او نور توکي نندارې ته وړاندې کوي، چې په افغانستان کې نه تولیدیږي.

افغان چارواکي وايي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د شوې هوکړې پر اساس به د ایران په تهران او مشهد کې د افغانستان د تولیداتو نندارتونونه پرانیستل کیږي.

د افغانستان او ایران تر منځ سوداګري

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ په سوداګرۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، چې اوس مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه دوه ملیاردو ډالرو ته رسیږي.

ښاغلي الکوزي له امریکا غږ سره په مرکه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د پراخیدو د نورو علتونو ترڅنګ د ایران له خوا افغان سوداګرو ته د سهولتونو برابریدل وښودل او ویې ویل، چې له ایران سره په سرحد کې ستونزې کمي شوي دي.

ښاغلي الکوزي وویل "ایران سره سوداګري دوه میلیاردو ډالرو ته رسیږي او لا هم زیاتیږي او هغوی [ایران] لازم سهولتونه هم په ترانزیټ کې په بندر عباس او چابهار کې برابر کړي دي او هم تجارت زیات دی او په محلي پیسو باندې هم کله کله تجارت کیږي نو انتقال د پیسو هم اسانه دی ".

ایران د افغانستان په څېر د نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی او د ماهرینو په وینا، هڅه کوي چې د افغانستان سره د سوداګرۍ له لارې د خپلې کرنسۍ د پیاوړتیا دپاره بهرني اسعار ترلاسه کړي.

افغانستان له ایران څخه تیل واردوي او افغان سوداګر له هند او نورو هېوادونو سره د تجارت دپاره د ایران د چابهار او بندر عباس بندرونه کاروي.

XS
SM
MD
LG