د لاس رسي وړ اتصالات

د بالیوډ ځینو اداکارانو د کشمیر برید په اړه په پاکستان سخت انتقادونه کړي


د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پلوامه په سیمه کې د هند پر نیمه پوځي پولیسو ځانمرګی برید په هند کې د پاکستان خلاف سخت بحثونه پارولې دي.

په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو په دغه بحثونو کې د سیاستمدارنو علاوه د هند د بالي ووډ د اداکارانو غبرگونونو ته خاص توجه کیږي.

اداکارې کنگنا رانوت د هند د حکومت نه غوښتي دي چې د پاکستان ضد دې سخت اقدامات وکړي. هغې وویل چې که پاکستان ته ځواب ور نکړل شو نو دا به د هند "بزدلانه عمل" وي.

کنگنا رانوت د 'پنکولا ویبپاڼې' سره په یوې ځانگړې مرکې کې وویل: "پاکستان نه یواځې زمونږ په ملي امنیت تیرې کړیدی خو هغوي زمونږ سپکاوې کړیدی. مونږ ته پکار ده چې فیصله کونکي اقدامات وکړو کنه زمون. ځواب نه ورکول به زمونږ ویریدل وگڼل شي."

کنگنا دا هم وویل چې په پاکستان بندیزونه لگول یې سم ځواب نه بلکه د پاکستان ویجاړول یې ځواب دی.

د هندي سنیما مشهور شاعر او لیکوال جاوید اختر د پلوامه برید نه وروسته پاکستان ته خپل سفر لغوه کړ. هغه په خپل ټویټ کې ولیکل:

"د کراچۍ یوې هنري شورا ما ته او شبانه عظمی ته د کیفي عظمی په اړه په یوې غونډې کې د گډون بلنه را کړیده. مونږ دغه اغوه کړ."

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې مېشتې د جیش محمد ډلې رسنیو ته په استول شوې پيغام کې ویلي و چې په دغه برید کې د دوی لاس دی.

د هند یوې بلې اداکارې سورا بهاسکر په څپل ټویټر د پاکستان د صدراعظم نه وپوښتل چې پاکستان ولې په خپله خاوره ترهگرو ته پناه ورکوي. هغه وایي

"د شرم او خپگان وړ پیښه ده. جیش محمد په ډیره بیشرمۍ مسولیت په غاړه اخیستی دی. دا وحشیان، گړه او روح نه لري. دغه ترهگر په پاکستان کې ولې پناهځایونه لري."

د هندي فلمونو ځنیو نورو مشهور اداکارانو چې پکې شاه رخ خان، عامر خان، رنبیر کپور، رنویر سنگ، پریانکا چوپړا، دپیکا پاډیکور شامل دي، هم دغه برید وغنده.

XS
SM
MD
LG