د لاس رسي وړ اتصالات

هند د کشمیر د مرگوني برید په غبرگون کې پاکستان ته خبرداری ورکړ


هند خبرداری ورکړ چې په هندي کشمیر کې د پنجشنبې د ورځې مرگونې حملې ته به "سخت ځواب" ووایي.

د هند صدراعظم نرندرا مودي چې پاکستان یې په دغه برید کې په لاس لرلو تورن کړی وویل "زمونږ گاونډی هیواد فکر کوي چې دغه ډول ترهگریز بریدونه به مونږ کمزوري کړي، خو هغوی به په خپلو پروگرامونو کې کامیاب نشي."

ښاغلي مودي وویل دولتي قواو ته یې د یاغیانو په وړاندې په مقابله کې "بشپړه ازادي" ورکړې ده. هغه وویل "امنیتي ځواکونو ته اجازه ورکړل شوی چې د خپل ځواب د وخت، ځای او څرنگوالي په هکله تصمیم ونیسي".

دا برید چې د هند د ملیشه ځواکونو پر کاروان وشو ۴١ تنه په کې ووژل شول. برید د کشمیر تر لانجې لاندې سیمې په تاریخ کې تر ټولو مرگونې حمله وه.

د پاکستان واکمن گوند د هند ادعاوی رد کړي او ویلي یې دي چې هغوی ددغه برید نه په راتلونکو ټاکنو کې د سیاسي اهدافو لپاره کار اخلي.

د تحریک انصاف پاکستان گوند یو مشر نعیم‌الحق، وویل "د تیرې ورځې د برید په ارتباط د پاکستان په ضد د هند تورونه د انتخاباتي کمپاین یوه برخه ده."

هغه وویل چې په کشمیر کې تاوتریخوالی "په کشمیر کې د هند د اشغالگرو قواو د بې رحمانه چلند نتیجه ده."

په پاکستان کې میشت د جیش محمد سخت دریځې ډلې ادعا کړې چې برید هغوي کړی.د هند پولیسو ددغه حملې عامل د "عادل احمد " په نوم یو شخص معرفي کړی چې د جیش محمد د ډلې غړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون دغه برید غندلی او په کې یې د هر ډول لاس لرنې ادعا رد کړې ده.

امریکا هم دا برید غندلی او د پاکستان نه یې غوښتي چې پخپلې خاورې کې د "تروریستانو" د پټیدو خوندي ځایونه دې له منځه یوسي. د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې "مونږ دا ناوړی برید په سختو ټګو غندو."

XS
SM
MD
LG