د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پولیسو د «PTM» یو بل فعال پروفیسور عمار نیولی


پروفیسور عمار
پروفیسور عمار

د راپورونو له‌مخې پاکستاني‌ پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل خواخوږی او د لاهور پوهنتون استاد پروفیسور عمار علي جان هم نیولی دی.

د امریکا غږ د ډېوې څانګې د راپور له‌مخې ښاغلی عمار د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي د وژنې په اړه په یوه اعتراضیه غونډه کې نیول شوی دی.

راپور وايي چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر نورو فعالینونو د نیولو امر هم ورکړی دی.

په دغو فعالینونو کې د نثار صفدر، پروفیسر عمار، ریاض، سید عدیب، طاهر بلوچ او یو شمېر نورو کسانو نومونه شمال دي.

پاکستاني‌ پولیسو درې ورځې مخکې ویلي چې یادو کسانو د منظور پښتین په غوښتنه راټول شوي و او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکړي دي.

پروفیسر عمار چې په کیمبرج کې لوړې زده کړې پشپړې کړي تېره شپه څلور بجې له خپل کور څخه ایستل شوی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ هم د نوموړي نیول تائید کړي دي.

د دغه غورځنګ غړو پر ټولینزو رسنیو د ښاغلي عمار علي جان نیولو ته سخت غبرګونونه ښودلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راپدېخوا په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورنځنګ د یوه مخکښ وژل شوي غړي ارمان لوڼي د وژنې په غبرګون کې پراخ اعتراضونه پیل شوي دي.

ارمان لوڼی څو ورځې مخکې د پاکستان په لور لايي کې د یوه سوله ییز اعتراض پرمهال د پاکستاني پولیسو لخوا تر نیولو او وهلو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تر دغه پېښې وروسته په ټوله نړۍ کې د ارمان لوڼي د وژنې په غبرګون کې د پراخو مظاهرو پیلولو خبر ورکړ.

د تېرې چهارشنبې په ورځ پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بله فعاله ګلالۍ اسماعیل هم ونیول چې تر پراخو اعتراضونو وروسته یې خوشې کړه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پښتون ژغورنې غورځننګ یو بل مخکښ غړی علمزېب محسود هم په کراچۍ ښار کې د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول شو چې تر دامهاله یې برخلیک معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG