د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې تېرکال ۱۰۹۶ ښځې وژل شوي


د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وايي په دغه هېواد کې په ۲۰۱۵ کال کې ۱۰۹۶ مېرمنې او نجونې، ۱۷۰ ماشومان او ۸۸ نارینه د غیرت او ناموس په نامه وژل شوي دي.

په راپور کې همدغه راز په پاکستان کې د ښځو په وړاندې د زورزیاتي په اړه هېښوونکې شمېره هم اعلان شوې ده. راپور وايي چې تېر کال په پاکستان کې د بېلابېلو لاملونو له کبله ۷۷۷ ښځو یا ځانونه وژلي او یا یې د ځان وژنې هڅه کړې وه.

پر دې سربېره ۹۳۹ ښځې د زور زیاتي او تشدد ښکار شوي دي، په ۱۴۳ ښځو تېزاب شېندل شوي او ۸۳۳ نورې ښځې بیا تښتول شوي دي او زورول شوي دي.

اعدامونه

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون په دغه هېواد کې د اعدام شویو بندیانو او نورو اعدامېدونکو کسانو په اړه تازه شمیرې هم خپرې کړي دي.

کمیسیون وايي پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې ۳۲۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړل او ۴۱۹ نورو کسانو ته یې هم د مرګ سزاوې اورولي دي.

د کمیسیون په راپور کې دا هم ویل شوي چې ۶۵ کسان په زندانونو کې او ۲۱۰۸ نور تورن مجرمین بیا د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوي دي.

په راپور دا هم ویل شوي چې ۱۵۱ کسان د بلوچستان په ایات کې ورک کړل شوي دي، خو دا ویل شوي نه دي، چې دغه کسان کله او چېرته ورک شوي دي. همدغه راز راپور وايي چې په پاکستان کې ۵۸ د مذهبي تشدد پېښې هم شوي دي.

ځانمرګي بریدونه

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون په دغه راپور کې دا هم راغلي چې په ۲۰۱۵ کال کې په ټول هېواد کې ۱۵ ځانمرګي بریدونه شوي دي چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۳۱ فیصده کم وو.

راپور وايي په عمومي ډول تېرکال په ټول پاکستان کې د ناامنیو ۷۰۵ پېښې شوي، چې، ۱۳۲۵ کسان په کې وژل شوي دي، په دوی کې ۶۱۹ ولسي وګړي او نور یې پوځیان او حکومت پلوه رضاکاران ښودل شوي دي.

کمیسیون همدغه راز ویلي چې ۲۰۱۵ کال کې د مطبوعاتو لپاره هم ځکه ښه کال نه وو چې څلور خبریالان هم په کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG