د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان یو ځل بیا افغانستان کې د تروریستي ډلو د پټنځایونو په شتون اندیښنه ښودلې


عکس ارشیف: پاکستاني طالبان
عکس ارشیف: پاکستاني طالبان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي دي چې دا هیواد په پرله پسې ډول د هغو تروریستي ‌ډلو او افرادو د بریدونو سره مخ دی چې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۵(سلواغې ۲۶) د القاعده د شبکې او د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ترمنځ د همکارۍ په تړاو د ملګروملتونو وروستي راپور په اړه په اسلام اباد کې یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دغه راپور په افغانستان کې د تروریستي ډلو د شتون په اړه د پاکستان دریځ تائیدوي.

میرمن بلوڅ وویل: " مونږ پر افغان چارواکو (طالبانو) باندې غږ کړی چې ددغو تروریستي ډلو او افرادو پر خلاف په عاجل او موثر ډول اقدامات وکړي ترڅو هغوی د پاکستان امنیت ته ګواښ راولاړ نکړي".

میرمن بلوڅ وویل چې پاکستان په پرله پسې ډول په سیمه کې د هغو تروریستي ډلو د زیاتو په اړه چې افغانستان کې دننه پټنځایونه لري خپلې اندیښنې څرګندې کړي دي.

ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یو راپور کې چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې خپور شوی ویلي، چې طالبانو له القاعده شبکې سره خپلې نږدې اړیکې ساتلي او ددغې ډلې یو شمیر لوړ پوړي چارواکي لا هم په افغانستان کې دي.

په دې راپور کې ویل شي چې القاعدې ډلې په افغانستان کې اته نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي چې څلور یې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې دي. راپور وایي چې القاعده په پنجشیر ولایت کې د وسلو یو ډیپو هم لري.

د دغه رپوټ له مخې په افغانستان کې د القاعدې د ډلې د فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو هڅې د دغو دوو ډلو ترمنځ د یو لړ اختلافاتو سبب شوې هم دي.

د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې د القاعدې ډلې شاوخوا لس لوړ پوړي مشران چې له طالبانو سره تاریخي اړیکې لري په افغانستان کې میشت دي.

ددې رپوټ له مخې القاعده او د هند په لویه وچه کې د القاعدې مشرتابه هڅه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته روزنه او ایډیالوژیکي لارښونې او ملاتړ برابر کړي او د پاکستاني طالبانو سره په پاکستان کې د بریونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزات د ویاندې دغو تازه څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلې. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د ملګروملتونو د امنیت شورا دا راپور رد کړی وو او ویلي و، چې د ملګرو ملتونو له ادرس څخه د طالبانو پر حکومت باندې د تور پورې کولو پروپاګند یو منظم پروګرام پيل شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د یو خبریال ددې پوښتنې په اړه چې چین د طالبانو د حکومت له خوا ګمارل شوی سفیر منلی ایا پاکستان به هم د طالبانو د سفیر ومني او که نه وویل چې په دې تړاو به نوی منتخب حکومت پریکړه کوي.

میرمن بلوڅ وویل: " پاکستان به په دې اړه هره پریکړه د خپلو قوانینو او ملي لومړیتوبونو پراساس وکړي او لکه چې ما وویل په دې برخه کې هره بله لارښوونه د نوي منتخب حکومت له ترسره شي".

د دوحه غونډه کې ګډون

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړیدونکې غونډه کې د ګډون په اړه وویل چې ډیر ژربه دغې غونډه کې د ګډون لپاره خپل پلاوی وټاکي. میرمن بلوڅ وویل چې دا غونډه د ملګرو ملتونو په بلنه افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بوختیاو د زیاتیدو لپاره جوړیږي او پاکستان به په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګیدو لپاره د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د ملګروملتونو دهڅو کې فعاله ونډه واخلي.

ټاکل شوې چې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو او ځینو نړیوالو سازمانو د استازو دوییمه مشورتي غونډه د فبرورۍ د روانې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ جوړه شي.

دې غونډې ته د افغان میرمنو او د مدني ټولنې د افغان فعالانو د بلنې ترڅنګ د طالبانو حکومت استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوی، خو طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې لا هم په دې غور کوي چې په غونډه کې ګډون وکړي او که نه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG