د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان خپل هوايي حریم د ټولو ملکي پروازونو پرمخ پرانیست


د پاکستان حکومت پرون ناوخته تر څه باندې څلور میاشتني بندیز وروسته خپل هوايي حریم د ټولو بهرنیو ملکي پروازونو پر مخ پرانیست.

د غه هېواد په غوايي میاشت کې له هند سره تر کړکېچ وروسته خپل هوايي حریم د ټولو بهرنیو پروازونو پر مخ بند کړ.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مسؤلین وايي، د پاکستان حکومت پرون دوشنبه د «NOTAM» په خپرېدو سره خپل هوايي حریم د ټولو بهرنیو پروازونو پر مخ پرانیست.

افغانستان چې د پاکستان د هوايي حریم څخه په استفادې یې هند ته پروازونه کول د دغه هېواد د هوايي حریم په تړل کېدو سره ګڼ مالي زیانونه ور ورسېدل.

افغان هوايي شرکتونو د یادې ستونزې تر رامنځته کېدو وروسته د پاکستان پر ځای د ایران د فضا له لارې هند ته پروازونه کول چې نسبت پاکستان ته د زیاتې فاصلې او وخت له امله یې ټکټونه هم جګ شول.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند قاسم رحیمي نن سې شنبه د «چنګاښ پر۲۵مه» امریکا غږ ته وویل:"وروسته له دې به د کابل- ډیلي او کابل- ممبي، پروازونه د پخوا پڅیر عادي د هیواد د ختیځ هوايي دهلیز له لارې ترسره کیږې."

د پاکستان د هوايي حریم په تړل کېدو سره د افغانستان پر فضا هم بهرني پروازونه بند شول.

د دغه ادارې ویاند همدارنګه زیاته کړه چې د پاکستان د هوايي حریم په تړل کېدو سره افغانستان ته څه باندې ۲۷ میلیونه ډالر زیان رسېدلی دی.

افغانستان همدارنګه د یادې ستونزې تر رامنځته کېدو وروسته تېره اونۍ د افغانستان او تاجکستان له هوايي حریم څخه چین او ختيځې اروپا ته دوه نوي هوايي لاینونه رامنځته کړل.

XS
SM
MD
LG