د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیسو شاه محمود قریشي ونیوه


د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ویاند د شنبې په ورځ، اګست ۱۹(زمري ۲۸مه) وویل چې د دغه هیواد اوسني حکومت، د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي نیولی دی.

د قریشي نیول د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د لوړ پوړو غړو په وړاندې د واکمن ګوند د پراخې ځپنې یوه برخه ګڼل کیږي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې د تحریک انصاف پاکستان ګوند د لوړ پوړو مشرانو په ګډون ددې ګوند زیات شمېر غړي نیولي او په دې توګه یې په ټول هېواد کې د عمران خان ولسي قدرت ځپلې دی.

شاه محمود قریشي چې د عمران خان د صدراعظمۍ پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر و، د شنبې په ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې په یو خبري کنفرانس کې له ګډون وروسته ونیول شو. قریشي په دې خبري غونډه کې د انتخاباتو د ځنډولو له امله پر پاکستاني مقاماتو سختې نیوکې وکړې.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو مقام د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل:"هغه [قریشي] په اسلام اباد کې په خپل کور کې پولیسو ونیو. موږ تر اوسه په دې اړه نور جزئیات نه لرو. "

عمران خان چې پخوا د کرکټ ستوری و او بیا یې سیاست ته مخه کړه، په ۲۰۱۸ کال کې د خپل هېواد صدراعظم شو. ښاغلي خان د پاکستان د سترې محکمې له حکم وروسته د خپلو هیوادوالو ته په حطاب کې وویل چې تر وروستۍ شېبې پورې به د خلکو او هیواد د ګټو لپاره مبارزه وکړي.

د لاهور پولیسو د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر د اګست په ۵ مه وروسته له هغه ونیو چې په اسلام اباد کې یوې محکمې هغه ته د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د بهرنیو هېوادونو څخه د ترلاسه شویو سوغاتو د پلورلو په تور د درې کاله بند سزا واوروله. عمران خان د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په پارلمان کې د نه باور رایې له لارې د هیواد د صدراعظمۍ له څوکۍ څخه د لیرې کیدو وروسته له ۲۰۰ ډیرو تورونو سره مخامخ دی.

د عمران نیول څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې د راپورونو له مخې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، د اګست په نهمه نېټه ددې هیواد د ملي پارلمان د کار له پای ته رسېدو درې ورځې مخکې د پاکستان د پخواني ولسمشر عارف علوي ته د دغه مقننه بنسټ د منحلېدو سپارښتنه وکړه او بالاخره د هغه هېواد پارلمان منحل شو.

عمران خان د اختلاس په قضیه کې د اسلام اباد د محکمې پرېکړه ونه منله او د استیناف غوښتنه یې وکړه. هغه وویل چې هیڅ قانون یې نه دی مات کړی.

د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د پارلمان له خوا د عمران خان له ګوښه کولو وروسته پاکستان له سیاسي ستونزو سره مخ شو. خان، چې په پارلماني ټاکنو کې یې یو ځل بیا د صدراعظم کیدو هڅه کوله، د اختلاس په تور په درې کاله بند محکوم شو.

د پاکستان د قانون له مخې، هغه څوک چې محکوم شوی وي نه شي کولی د ګوند مشري وکړي، په ټاکنو کې برخه واخلي یا د حکومتي ادارې مشري وکړي.

خو بیا هم عمران خان د خلکو په منځ کې له قوي ملاتړ څخه برخمن دی او شنونکي وايي چې د هغه د پاکستان تحریک انصاف ګوند مخالف ګوندونه به هڅه وکړي چې د دغه ګوند سره د مقابلې لپاره د ټاکنو په ځنډولو سره چمتووالی ونیسي.

د شهباز شریف، لړزان ایتلافي حکومت چې د خان ځای یې ونیو، د اګست په لومړیو کې پارلمان منحل کړ او د انوارالحق کاکړ په مشرۍ یې لنډمهاله حکومت جوړ کړ چې تر ټاکنو پورې د هیواد مشري وکړي.

د پاکستان د قانون له مخې که ملي پارلمان د خپلې قانوني دورې تر پای ته رسېدو مخکې منحل شي، د پارلمان له منحلېدو وروسته باید په ۹۰ ورځو کې نوې ټاکنې وشي.

خو اوس له څو میاشتو راهیسې داسې ګنګوسې روان دي چې انتخابات به وځنډول شي، ځکه د پاکستان حکومت او پوځ د امنیتي، اقتصادي او سیاسي کړکېچونو سره د مخامخ هېواد د ثبات لپاره په مبارزې بوخت دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG