د لاس رسي وړ اتصالات

د پټو دپلوماتیکو مکالماتو متن د عمران خان په اړه د امریکا غصه څرګندوي


د امریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ اګست نهمه (زمري ۱۸) وویل چې روسیې ته د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د تیر کال په سفر یې په خصوصي او عامه توګه اعتراض کړی و، خو هغه تورونه یې رد کړل چې ګواکې واشنګټن له واک څخه د هغه په لیرې کولو کې رول درلود.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر دا څرګندونې د پاکستان د یو ادعا شوي دپلوماتیک کیبل په غبرګون کې وکړې، چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په اوومه د دوو امریکایي چارواکو او په متحده ایالاتو کې د اسلام آباد د هغه وخت د سفیر اسد مجید خان ترمنځ لیده کاته مستند کوي.

امریکایي خبري رسنۍ انټرسیپټ (The Intercept) د چهارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره هغه لیک چې وایي د یو دپلوماتیک کیبل متن دی، خپور کړ؛ کوم متن چې عمران خان یې له اوږدې مودې راهیسې د خپلې ادعا د ثبوت په توګه په ګوته کوي چې ګواکې د پاکستان په پارلمان کې د بې اعتمادۍ په طرحه کې د ده ماتې د واشنګټن لخوا طرحه شوې وه.

د پاکستان د پخواني سفیر اسد مجید خان د ادعا شوي دپلوماتیک کیبل له مخې، په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هغه وهڅاوه چې د پاکستان ځواکمن پوځ ته ووایي چې که خان په اوکراین کې د روسیې د برید په وړاندې د بې طرفۍ په وجه له دندې ګوښه کړای شي، نو کیدای شي چې اسلام آباد له واشنګټن سره د تودو اړیکو تمه ولري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ویاند ماتیو میلر څخه د چهارشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وپوښتل شول چې ایا هغه د پاکستان د افشا شوي کیبل په حقیقت پوهیږي او یا غواړي چې د متحده ایالاتو د راپور شويو څرګندونو په اړه غبرګون وړاندې کړي. هغه وويل: "زه په دې اړه څه نشم ویلی چې آيا دا يو ريښتينی پاکستاني سند دی. … د هغو تبصرو په اړه چې راپور شوي دي، زه نه غواړم چې د شخصي دپلوماتيکو تبادلو په هکله خبرې وکړم."

ښاغلي میلر زیاته کړه که حتی په ادعا شوي کیبل کې څرګندونې لکه څنګه چې راپور شوي سمې هم وې، هغه ښیي چې متحده ایالات د [عمران] خان د "پالیسیو د انتخابونو" په اړه اندیښنه څرګندوي نه دا چې د پاکستان مشر دې څوک وي.

هغه وویل: "موږ په خصوصي توګه د پاکستان حکومت ته هماغسې اندیښنه څرګنده کړې، لکه څنګه چې موږ مسکو ته د پخواني صدراعظم خان د سفر هغه هم په اوکراین باندې د روسیې د برید په پیل کې په عامه توګه اندیښنه څرګنده کړې وه. موږ دا اندیښنه پوره واضح څرګنده کړه."

د پاکستان پخواني سفیر مجید خان په خپل دپلوماتیک راپور کې، ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هغه ته خبرداری ورکړی و چې که خان له واکه لرې نه شي، نو پاکستان به له اقتصادي او سیاسي انزوا سره مخ شي.

افشا شوي دپلوماتیک کیبل د متحده ایالاتو هغه مقام چې د خبرو اترو مشري یې کوله د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ډونالډ لو په ګوته کړی دی.

په دپلوماتیک سند کې د ښاغلي لو، له قوله چې د پاکستان سفیر ته یې ویلي راغلي دي چې: "زه فکر کوم که د صدراعظم په وړاندې د عدم اعتماد رایه بریالۍ شي، نو په واشنګټن کې به ټول وبخښل شي، ځکه چې د روسیې سفر ته د صدراعظم د پریکړې په سترګه کتل کیږي. که نه، زه فکر کوم چې مخکې تګ به ستونزمن وي."

د مارچ په اتمه، په واشنګټن کې د راپور شوي غونډې یوه ورځ وروسته، د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو ایتلاف د عمران خان پر ضد د عدم اعتماد رایه ورکړه، او د اقتصاد د ناسم مدیریت په تور یې د هغه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.

خان د خپل ملي امنیت د کمیټې یوه غونډه راوبلله چې د هیواد لوړپوړي سیاسي او نظامي مشرتابه پکې ګډون درلود او د دپلوماتیک راپور پر محتوا یې بحث وکړ.

له غونډې وروسته په اعلاميه کې د پاکستان په کورنيو چارو کې د امريکا لاسوهنه وغندل شوه او وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د واشنګټن سفیر احضار کړ او په دې اړه یې رسماً احتجاج وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میلر د چهارشنبه په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هغه تورونه چې متحده ایالاتو د پاکستان د مشرتابه په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي "دروغ دي، هغه تل دروغ وو او دروغ پاتې دي."

یوه میاشت وروسته د نه باور رایې د کریکټ ستوری چې صدراعظم شوی و له کاره ګوښه کړ، کوم اقدام چې خان غیرقانوني وباله او متحده ایالات یې په دسیسه تورن کړل. د هغه سخت سیاسي سیال، شهباز شریف، په چټکۍ سره د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه وټاکل شو.

خان د میاشتو لپاره په ټول هیواد کې پراخ لاریونونه تنظیم کړل، چې په ترڅ کې یې د لسګونو زرو پلویانو د خوشحاله کولو لپاره په خپلو ویناو کې د هغه د حکومت په وړاندې متحده ایالاتو په دسیسې کولو تورن کړل.

عمران خان د روان کال په پیل کې په یوه مرکه کې امریکاغږ ته وویل: "ښه، دا شفر [دپلوماتیک راپور] یو حقیقت دی. دا یوه رسمي غونډه وه چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ډونالډ لو او د پاکستان د سفیر تر منځ [خبرې اترې] شوی او دا موضوع د ملي امنیت په کمیټې او کابینه کې مطرح شوه."

هغه وویل: "پدې سره، دا په تیرو وختونو کې دی؛ موږ باید پرمخ لاړ شو. دا د پاکستان په ګټه ده چې له امریکا سره ښې اړیکې ولري، او دا هغه څه دي چې موږ یې اراده لرو."

خان په پرله پسې ډول د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوېد باجوه چې د تېر نومبر په میاشت کې له کاره ګوښه شو، د نواز شریف او امریکا سره یې د حکومت د نسکورولو لپاره په همکارۍ تورن کړی و. هغه تور لګوي چې د پوځ اوسنی مشر جنرال عاصم منیر د باجوه ماموریت پرمخ وړي تر څو خان، چې تر ټولو مشهور ملي سیاستوال دی او د هغه ګوند، چې د هیواد ترټولو لوی سیاسي ځواک دی، له منځه یوسي. خو پوځ دا تورونه ردوي.

تیره اونۍ، خان د رسمي ډالیو د اختلاس په تور په درې کاله بند محکوم شو او بیا وروسته د پنځو کلونو لپاره د ملي سیاست څخه منع شو. هغه دا تورونه رد کړل او وویل چې دا سیاسي انګیزه لري او د پوځ لخوا تنظیم شوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د عمران خان نیول، چې د واشنګټن سخت منتقد دی، یوه "داخلي مسله" ده او د پخواني صدراعظم په وړاندې د قانوني ستونزو په اړه یې له دریځ نیولو ډډه وکړه.

پاکستاني مقاماتو د تیرې می میاشتې راهیسې د تحریک انصاف پاکستان په زرګونه کارکونکي د هغو احتجاجونو په ترڅ کې چې د عمران خان د لنډ مهاله نیولو وروسته رامنځته شوي وو د عامه او پوځي ملکیتونو د لوټ کولو په تور زنداني کړي دي. بندیان په زندانونو کې پراته دي، او مدافع وکیلان ادعا کوي چې قاضیان د اردو تر فشار لاندې د دوسیو اوریدل ځنډوي.

د پاکستان خبري شبکې د عمران خان د نوم، انځورونو او بیانونو له خپرولو منع دی.

د پاکستان پوځ د خپل ۷۶ کلن تاریخ تقریبا په نیمایي برخه کې د جنوبي اسیا د ۲۴۰ میلیونه نفوس لرونکي هیواد پاکستان د منتخبو حکومتونو پر ضد د کودتاه کولو له لارې حکومت کړی دی. منتقدین وايي، جنرالانو که په واک هک نه وو، په سیاسي چارو کې هم لاسوهنه کړې ده او د صدراعظمانو د راپرځولو لپاره یې طرحې جوړې کړي، ځکه چې له پوځ سره یې اړیکې پرې کړي.

په عین حال کې، شریف د چهارشنبې په ورځ اګست نهمه ناوخته مقننه ملي شورا (د پارلمان ولسي جرګه) منحل کړه او د هیواد د اساسي قانون سره سم یې د نومبر په میاشت کې د ملي ټاکنو لپاره لاره هواره کړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG