د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پولیو پر کمپاین بیا خونړی برید وشو


د پاکستان پولیس وايي د هغو وسله والو لټون کوي، چې د سه شنبې په ورځ یې اووه پولیس په ډزو ووژل او له سیمې وتښتېدل، موټر سایکل سپرو پر هغو پولیسو ډزې وکړې چې د پولیو د واکسین د یوې ډلې امنیت یې نیولی و.

د پولیسو یو چارواکي فیروز شاه د اسوشیټډ خبري اژانس ته وویل، چې په دغو دوو جلاوو بریدونو کې اته بریدګر ښکېل وو . بریدونه د کراچۍ د اورنګي په ښار کې شوي دي.

هغه وویل "بریدګرو لومړی د اورنګي په ښار کې درې پولیس ووژل او بیا وروسته یې څلور نور هغه پولیس هم ووژل، چې په ګاډي کې ناست وو." د عباسي روغتون یو ډاکټر وویل، چې د پولیسو مړي د هغوی روغتون ته ور وړل شوي دي.

په برید کې د پولیو واکسین ډلې کارکوونکو ته زیان رسېدلی نه دی، نن په کراچۍ کې ماشومانو ته د پولیو ضد د واکسین درېیمه ورځ وه.

که څه هم تر دې دمه کومې دلې د دغو بریدونو دعوه نه ده کړې، خو د پاکستاني طالبانو په ګډون نورې اسلامپالې ډلې واکسین د غرب کاربولي او وايي چې د مسلمانانو د نسل د کمولو لپاره کیږي.

د پاکستان حکومت وايي پلان لري د ۲۰۱۶ کال ترپایه تر پنځو کلونو کم عمره ۳۵ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین وکړي.
د پاکستان حکومت وايي پلان لري د ۲۰۱۶ کال ترپایه تر پنځو کلونو کم عمره ۳۵ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین وکړي.

پاکستان د نړۍ په هغوو دوو هېوادونو کې شامل دی، چې د ګوزڼ پېښې په کې ډېرې دې، پولیو ماشومان فلج او یا معلول کوي. د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر راهیسې د پولیو د واکسین پر ضد مبارزې کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.

په پاکستان کې په ۲۰۱۴ کال د ګوزڼ ۳۰۶ پېښې موندل شوې وې، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د خپل ډول تر ټولو زیاته شمېره وه، خو په ۲۰۱۵ کال کې بیا دا شمېره ۵۴ ته راټېټه شوه.

په پاکستان کې د روغتیا چارواکي وايي، چې په پام کې لري د ۲۰۱۶ کال تر پای پورې تر پنځو کلونو کم عمره ۳۵ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي او د دې کار لپاره یې زرګونه کسان ګمارلي دي.

XS
SM
MD
LG