د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور خپرولو په ضد مظاهره وشوه


په پاکستان کې مظاهرې سخته دریزه اسلامي ډلو کړیدي.
په پاکستان کې مظاهرې سخته دریزه اسلامي ډلو کړیدي.

په پاکستان کې زرګونو کسانو نن د جمعې په ورځ، سپټمبر ۴ (وږي۱۴) وروسته تر هغې وروسته مظاهرې وکړې چې په فرانسې کې یوې مجلې د اسلام د پیغمبر کاریکاتور خپور کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د فرانسې د مجلې دا کار غندلی او هغه یې پارونکی اقدام بللی.

مظاهره چیانو د پاکستان نه د فرانسې د سفیر د ایستلو غوښتنه کوله او ویل یې غواړي چې فرانسې ته قوي پیغام ورکړي او هغه دا چې " زمونږ د محبوب پیغمبر سپکاوی د زغم وړ ندی".

د فرانسې د شارلې ابدو طنزیه مجلې د همدې اوونۍ په سر کې پریکړه کړې وه چې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) کارتون بیا چاپ کړي.

دې مجلې پداسې وخت کې ددې عکسونو د خپرولو خبر ورکړی چې ټاکل شوې د هغو کسانو محاکمه پیل شي چې په ۲۰۱۵ کال کې پدې مجلې په برید کې یې همکاري کړې وه.

په پاکستان کې دا مظاهرې د تحریک لبیک پاکستان په نامه سخت دریزه اسلامي ډلې جووړې کړې وې. دې ډلې پخوا هم د توهین رسالت د تورونو په غبرګون کې د تشدد نه ډکې مظاهرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG