د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني مظاهره کوونکي د عمران خان استعفا ته منتظر دي


دا مظاهرې د جمعیت الاسلام د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ اسلام اباد ته بلل شوي

په اسلام کې راټول شوي لسګونه زره مظاهره کوونکي د پاکستان له صدراعظم عمران خان څخه غواړي چې له خپلې دندې استعفا وکړي.

دا مظاهرې چې د جماعت علمای اسلام د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ اسلام اباد ته بلل شوي دي، له څو ورځو راهېسې هلته روانې دي. دوی د عمران خان حکومت "نامشروع" ګڼي او د هغه استعفا غواړي.

مظاهره کوونکي عمران خان ته د یکشنبې تر ورځې (نومبر۳) چې نن ده، وخت ورکړی چې څوکۍ پرېږدي. خو دا معلومه نه ده چې که عمران خان د دوی غوښتنه ونه مني، مولانا فضل الرحمن او پلویان به یې څه کوي.

خو مولانا فضل الرحمن ګواښ کړی دی چې د خپلو پلویانو په مرسته د زور او فشار له لارې هم عمران خان له واک څخه لېرې کولی شي، خو عمران خان وايي چې واک نه پریږدي.

په همدې حال کې پولیسو په اسلام اباد کې امنیتي تدابیر خورا سخت کړي دي. د مظاهره کوونکو چارچاپېره او لویو لارو کې یې کانتینرونو درولي، امنیتي پوستې یې جوړې کړي دي او امنیتي ځواکونه یې ځای پر ځای کړي دي.

تر دې دمه د دغې ستونزې د حل لپاره ټولې هڅې ناکامې شوي دي. د پاکستان حکومت وايي تر څو چې مظاهره کوونکي په خپلو ځایونو کې ایسار وي، دوی به یې پر ضد اقدام ونکړي.

XS
SM
MD
LG