د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو افغانستان کې د جګړو له کبله د بشري ناورین پېښېدو خبرداری ورکړ


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یا (UNHCR) په افغانستان کې د روانو جګړو له امله د بشري ناورین پېښدو په اړه خبرداری ورکړ.

یادې ادارې نن سه شنبه جولاۍ ۱۳ (چنګاښ ۲۲) ویلي چې د روان کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا تر دا مهاله ۲۷۰۰۰۰زره افغانان د جګړو له امله له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

راپور وايي په وروستیو اونیو کې ګڼو کسانو د خپل بېځایه کېدو اصلي لامل د جګړو زیاتوالی، د غیر دولتي وسله والو ډلو لخوا د باج اخیستل، د سړک غاړې ماینونونه، د ټولنیزو خدمتونو قطعه کېدل او د جګړو له امله د خپلو مالونو او څارویو ضایع کېدل یاد کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره زیاتوي چې د جګړو له امله تازه بېځایه شوي کورنۍ بېړنو لومړنیو مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې دغه اداره له خپلو نورو همکارانو سره په ګډه د تازه بېځایه شوو کورنیو سره د اوسېدو بېړنیو ځایونو، روغتیا، اوبو، خوړو او نقدي مرسته کوي.

د جګړو ترڅنګ، د کرونا ویروس اغېز، بېکاري، وچکالي او فقر نور هغه عوامل بلل شوي چې افغانان ورسره لاس او ګریوان دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې زیاته کړې که د سولې توافق رامنځته نشي او د تاوتریخوالي مخه ونه نیول شي، دا اندېښنه شته چې هم په کور دننه او هم بهر ته د افغان کډوالو شمېر زیات شي.

راپور وايي چې د ۲۰۱۲ میلادي څخه بیا تر دا مهاله په افغانستان کې د بېځایه شویو کسانو شمېر څه باندې ۳.۵میلیون تنو ته رسیږي.

د یادې ادارې د معلوماتو په اساس دا مهال په ایران او پاکستان کې څه باندې دوه میلیون افغانان د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وايي نړیواله ټولنه باید پدې حساس وخت کې د افغانستان حکومت او خلکو ملا وتړي.

د (UNHCR) اداره پر داسې مهال په افغانستان کې د بشري ناورین پېښدو په اړه اندېښنه ښودلې چې دا مهال د افغانستان له ګڼو ولایتونو څخه د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار سید عبدالباسط انصاري امریکا غږ ته وویل چې د دوی د معلوماتو په اساس په تیرو څه باندې دریو میاشتو کې ۳۵زره کورنۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو له امله بېځایه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د کډوالو چارو وزارت د یادو بېځایه شویو کورنیو له ډلې یو شمېر ته یې د اوسېدو موقتي ځایونه برابر کړي او لومړنۍ مرستې ورته رسولي دي.

کندهار، هلمند، لغمان، غزني، بدخشان، تخار، بلخ، بغلان، فاریاب، بادغیس، هرات، کونړ، کندز او دایکندي له هغو ولایتونو څخه دي چې د جګړو له امله زرګونه کسان پکې بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG