د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د ټاکنو په پایلو د ولسپاله سیاست اغیز


د پاکستان د فبرورۍ د اتمې انتخابات
د پاکستان د فبرورۍ د اتمې انتخابات

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه نېټه د دغه هېواد ۱۲ دوره پارلماني‌ ټاکنې ترسره شوې چې د غیر رسمي پایلو له مخې تر دا مهاله د پاکستان تحریک انصاف تر بیرغ لاندې ازادو کاندیدانو د هېواد په کچه اکثریت څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتو کې هم تر نورو ګوندونو مخکې دی. په بلوچستان کې هم هېڅ یو ګوند ښکاره اکثریت نه دی ګتلی.

په کوټه کې خبریال او د سیاسي چارو شنونکي سید علي شاه امریکا غږ ته وویل، د ټولټاکنو ۲۴ ساعته پوره کېږي، خو لا یې هم پایلې نه اعلانېږي: «ډېر شمیر سیاسي ګوندونه په احتجاج دي چې د ټولټاکنو پایلې دې اعلان کړل شي. په کوټه کې د خبریالانو دفتر مخې ته د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ احتجاج روان دی چې د انتخاباتو نتیجې دې په ډاګه کړل شي. دوی ادعا کوي چې د ګوند مشر خوشحال خان کاکړ ټاکنې ګټلې دي، د پاکستان انتخباتو کمیشن ولې اعلان نه کوي. بلخوا جمعیت علمای اسلام، هزاره ډموکراټیک پارټۍ، بوچستان نشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، ټول یوه غوښتنه لري چې د انتخاباتو کمیسیون دې د ټاکنو رسمي پایلې اعلان کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي سید علي شاه وايي: «د غیر رسمي نتیجو له مخې تر دا مهاله په بلوچستان کې زیاتې څوکۍ پاکستان پیپلز پارټۍ ګټلې ډي، ورپسې پاکستان مسلم لیګ ن دی. جمعیت علمای اسلام چې د بلوچستان په پښتون میشته سیمه کې زور لري، هم ځینې څوکۍ ګټلې دي.»

نوموړی وايي، یو ناڅرګند حالت دی، ځینې ګوندونه وايي، دوی ټاکنې ګټلې دي خو رسمي اعلان یې نه کوي او ادعا کوي چې د دوی بری په ناکامي اوړي.

امریکا غږ هڅه وکړه چې د پاکستان انتخاباتو کمیسیون دریځ واخلي خو ځواب یې ونه وایه.

په انتخاباتو کې د لاسوهنو ادعاوې

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان دواړو کې ملتپالو او مذهبي ګوندونو په اوسنیو ټولټاکنو کې ډېره سخته ماتې خوړلې، دا هغه ګوندونه دي چې په دغه دوو ایالتونو کې حکومتونه کړي دي.

شنونکی او خبریال شمیم شاهد د دغه ماتې تر شا ځینې دلایل لري، نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: «د پاکستان په سیاست کې تل د ملک استخبارات ډېر موثر کردار لري، دوی سیاسي ماحول داسې جوړ کړي، چې په هغه کې سیاسي ګوندونه هغه شان چوکۍ حاصلې نه کړي، چې څنګه یې تمه کېږي. د پاکستان په سیاست کې ډېره بده مداخله کېږي، او دا لاسوهنه اوس نه، بلکې له ډېر پخوا نه راروانه ده.»

شمیم شاهد زیاتوي: «د عوامي نیشنل پارټۍ په بایللو کې مسله دا ده چې دغه ګوند د افغانستان په باب د صوبايي خودمحتارۍ په باب، په پاکستان کې د نورو قومونو په باب ډېره څرګنده تګلاره لري. ددې پالیسۍ په وجه دا کوښښ کېږي، چې دوی له پارلمان څخه لیرې وساتل شي، دوی په ټولټاکنو کې ناکامه شي، همدغه وجه ده چې دلته کې نن په خیبر پښتونخوا کې په ټولټاکنو کې له ډېرې غټې ناکامۍ سره مخامخ شو.»

سیاسي ګوندونه له ولس څخه لیرې دي

د سیاسي چارو شنونکی فخر کاکاخېل بیا جلا نظر لري، له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل، چې په پاکستان کې ډېرو سیاسي ګوندونو د ولس پر نبض سم لاس نه دی ایښی: «په ملک کې ۶۰ فیصده نفوس تر ۳۰ کلونو کم عمره ځوانان دي. هغوی جذباتیان دي، ولوله لري، هغوی روزګار غواړي، هغوی پاملرنه او له ځان سره بوتلل غواړي، خو له بده مرغه سیاسي ګوندونه د دوی په باب هېڅ پوهه نه لري، دوی ولس ته د تلو پرځای سترګې، قبایلي خپلوۍ، طاقت، او پیسو طرف ته اړوي، یا ځانګړې زورورې ډلې او ایسټبلیشمنټ ته یې سترګې وي.»

د تحریک انصاف پلوي ځوانان

فخر کاکاخېل زیاتوي، د پي ټي ای په پرتله، د پاکستان سیاسي ګوندونه په دې کې ناکامه شول چې ولس ته نېغ په نېغه خپل پیغام ورسوي: «پاکستان تحریک انصاف کې ځوانان د ټولنیزو رسنیو له لارې، د وټس اپ له لارې، د انلاین پروپاګند له لارې ډېره زوروره ستراتیژي لري، دوی ځوان کهول له ځان سره بیولی دی، له دوی سره د مسلو حل شته که نشته خو هغوی له جذباتو او ولولې ډک رای ورکونکي لري».

ولسپال سیاستوال

فخر کاکاخېل وايي، پاکستان تحریک انصاف په ولس کې پولسپاله شعار لري: «پاپولرزم [ولسپالنه] د جمهوریت لپاره ډېر خطرناک څیز دی. په ګرده نړۍ کې چې موږ ګورو نو پاپولیست مشران راروان دي. زموږ په ګاونډ هند کې نریندرا مودي هم پاپولیست شخصیت لري، په امریکا کې ډونالډ ټرمپ دی، په روسیې کې ولادیمیر پوټین دی،‌ په ترکیه کې رجب طیب اردغان دی، دوی د ستونزو حل لري که نه لري خو د شخصیت د محبوب کولو په لارو چارو پوه دي. له بده مرغه په پاکستان کې نور ګوندونو له دې تاکتیکه نه دي خبر، هغوی نه پوهېږي چې له رای ورکونکو او ځوان کهول سره څنګه پیوستون جوړ کړي، د پاکستان تحریک انصاف دا چل زده دی او هغه رای ورکونکي یې رای ورکولو ته راوایستل چې په انتخاباتو کې یې هېڅ دلچسپي نه وه.»

د اوسنیو ټولټاکنو اغېز

د سیاسي چارو شنونکی شمیم شاهد په دې نظر دی چې له دې ټولټاکنو سره به د پاکستان سیاسي بحران نور هم شدید شي: «بحران به نور هم زیاتېږي. ځکه چې پاکستان تحریک انصاف ډېرې زیاتې څوکۍ وګټلې او هغوی ته به حکومت هرومرو ورکول کېږي، نو اوس که حکومت ورکوي هم مسله ده که یې نه ورکوي هم مسله ده.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG