د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د ټاکنو د شفافیت په اړه د امریکايي قانون جوړوونکو شک او هیلې


د پاکستان انتخابات
د پاکستان انتخابات

ځینې امریکايي قانون جوړوونکي د پاکستان د ټاکنو د شفافیت په اړه شک لري خو هیله مند هم دي. دا ټاکنې نن پنجشنبه فبروري اتمه (سلواغه ۱۹) کېږي.

د متحدو ایالتونو د استازو د خونې غړي براد شیرمن د امریکا غږ اردو څانګې سره په خبرو کې د پخواني‌ صدراعظم عمران خان د نیول کېدو له کبله د یو دموکراتیک هېواد په توګه د پاکستان په حکومت انتقاد وکړ.

شرمن وویل: "په پاکستان کې چې د کوم څه توقع کېده، ډېر کم یې وینو، هغوی بیټ او بیټسمین دواړه منع کړل... چې یو مخکښ کاندید انتخاباتي نښان ونه شي لرلای او یو مخکښ ګوند ونه شي کولای چې د یو ګوند په توګه خپل کاندیدان وټاکي، دا هغه څه نه دي چې د نړۍ په نورو دموکراتیکو هېوادونو کې لیدل کېږي."

عمران خان په څلورو بېلا بېلو قضیو کې په ۳۴ کالونو زندان محکوم شو او نه شي کولای چې په ټاکنو کې برخه واخلی. د عمران خان پلویان ادعا کوي چې هغه د پاکستان په پوځ باندې انتقادونه کول او له همدې کبله مجازات شو.

عمران خان تل دا انتقاد کړی چې د حاکم حزب د کاندید نواز شریف په څېر انتخاباتي غونډې نه شي کولای.

د امریکا د استازو د خونې غړې شیلا جکسن لي امریکا غږ ته وویل چې هیله لري د پاکستان انتخابات عادلانه او ازاد وي.

هغې وویل: "موږ باید د فبرورۍ په اتمه نېټه په پاکستان کې بشپړ او ازاد انتخابات ولرو. زه د ایتلافي حکومت، مخکنیو حکومتونو او دلته او نړۍ کې له پاکستانیانو سره په تعامل کې یم، هیله لرم چې ښه (انتخابات) وشي."

نوموړې وویل چې په پاکستان کې د بېلابېلو ګوندونو د موجودیت سره سره بیا هم په دغه هېواد کې ازادې ټاکنې کېدای شي، هغې هیله وښوده چې د پاکستان حکومت د یو دموکراتیک نظام له لارې په خلکو حاکمیت وکړي.

تر ټاکنو مخکې دا ادعا شوې چې د پاکستان په ټاکنو کې به درغلۍ کېږي او په دغه هېواد کې د اورپکو بریدونو هم په ټاکنو باندې منفي سیوری غوړولی دی.

تر ټاکنو یوه ورځ مخکې د بلوچستان په ایالت کې د ځینو کاندیدانو دفترونو ته څېرمه چاودنې وشوې چې د مقاماتو په خبره ۲۹ تنه په کې ووژل شول.

مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ګوهر اعجاز ویلي وو چې د اورپکو د بریدونو د زیاتوالي سره سره د ټاکنو لپاره چمتوالی نیول شوی او ډېرو سیمو ته سرتېري استول شوي چې ټاکنې ازادې او عادلانه ترسره شي.

شیلا جکسن لي وویل: "زه له پاکستاني مقاماتو غواړم چې د ازادو انتخاباتو په اړه ډاډ ورکړي او ترهګر پرېنږدي چې رایه ورکوونکي وډار کړي."

امریکا غږ تېره اوونۍ د یوې نظر پوښتنې نتیجه اعلان کړه چې پاکستاني ځوانانو په کې ویلي وو امریکا یې د هېواد په ټاکنو کې نفوذ کولای شي.

خو براد شیرمن وویل امریکا داسې نفوذ نه لري چې د پاکستان رایه ورکوونکي د یو مشخص کاندید په ګټه وهڅوي.

هغه وايي چې امریکا د پاکستان په ټاکنو کې د هېڅ کاندید او ګوند پلوې نه ده او یوازې د دموکراتیک بهیر ننګه کوي.

شیرمن زیاته کړه چې د پاکستان له حکومت سره په تعامل کې د "امریکا لپاره دا مهمه نه ده چې چا واک ترلاسه کړ، بلکې مهمه دا ده چې واک یې څنګه ترلاسه" کړ.

د پاکستان د ۲۴۱ میلیون نفوس څخه یې ۱۲۸ میلیون په ټاکنو کې د رایې اچوونې واجد شرایط ګڼل کېږي. په دغو ټاکنو کې د پاکستان ملي اسمبلۍ او ایالتي اسمبلیو څوکیو ته ۱۸۰۰۰ کسان کاندید دي.

د صدارت د څوکۍ ګټلو لپاره په ټاکنو کې عمران خان نه شته او نواز شریف یې د ګټلو یوازینی مدعی بلل کېږي. دی مخکې هم درې کاله صدراعظم و او پرې له لګول شویو تورونو څخه سپین شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG