د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د سعودي او قطر منځګړی کیږي


نواز شریف د قطر او سعودي له سلطني کورنیو سره نژدې اړیکې لري
نواز شریف د قطر او سعودي له سلطني کورنیو سره نژدې اړیکې لري

د پاکستان صدراعظم او د پوځ مشر سعودي ته تللي چې د دوحه او خلیج هېوادونو ترمنځ د یپلوماتیکې ستونزې د حل پر لارو چارو خبرې وکړې.

صدراعظم نواز شریف او عاصم باجوه د دوشنبې په ورځ ریاض ته رسېدلي دي.

اسلام اباد له پخوا څخه له سعودي سره ښې اړیکې پالي خو په دې وروستیو کې یې له قطر سره هم تجارتي روابط زیات شوي دي. په خپله صدراعظم نواز شریف د سعودي او قطر له سلطنتي کورنیو سره نژدې اړیکې لري.

راپورونه وايي دوی به هڅه وکړي چې د سعودي چارواکي وهڅوي چې له قطر سره پېدا شوې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

سعودي عربستان، متحدو عربو اماراتو، مصر او بحرین تېره اونۍ له قطر سره خپل ډیپلوماتیک روابط پرې کړل او هغه هېواد یې د ترهګرۍ په ملاتړ او ایران سره په نژدیو همکاریو تورن کړ.

دغو هېوادونو له قطر سره خپل هوايي او ځمکني روابط هم قطع او دوحې ته یې خپل صادرات بند کړل. قطر خپل ډېر خوراکي توکي له ګاونډیو عربو هېوادونو څخه واردول.

په همدې حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزیرشیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني له خلیج هېوادونو سره د دوحې د اړیکو د بیا رغولو هلې ځلې ستایلې دي خو ټېنګار یې کړی چې د قطر پر بهرنۍ تګلارې مذاکره نشي کېدی او هېڅ هېواد یې بهرنۍ تګلاره نشي ټاکلې.

نوموړي په فرانسې کې له مذاکراتو وروسته وویل چې قطر د خلیج هېوادونو د امنیت اړوندې هرې مسئلې باندې خبرو ته چمتو دی. هغه ویلي دي چې هېڅوک د الجزیرې تلویزون د بندلو حق نلري. د دغه تلویزون مرکزي دفتر په دوحه کې دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د قطر او خلیج هېوادونو ترمنځ د پېدا شوې ستونزې د حل هلې ځلې کوي.

ښاغلي مکرون د سعودي، اماراتو ترکي او قطر له چارواکو سره غږېدلی دی او د سیمې امنیت او ثبات ارښت ته په کتو یې د ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټېنګار کړی دی.

ایران هم عربي هېوادونه هڅولې چې دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

XS
SM
MD
LG